دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 134860
د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۶وسله‎والو وژل کېدل
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۶ وسله‎والو وژل شوي دي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : دا عملیات د هېواد پکتیا په برمل، څمکنیو، د نورستان په دوآب،د ارزګان ولایت په خاص ارزګان او د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
په دې عملیاتو کې ۹ تنه وسله‎وال ټپیان شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان ځواکونو دې عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلي او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبرپاڼې د عملیاتو څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
https://avapress.com/vdch-knzv23nx6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته