دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 71246
ولایت کې یو سپورټي کمپلکس تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د لوبو دغه کمپلکس چې د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې په دولس جریبه ځمکه کې د یوسایډي ادارې په دوه سوه اته څلويښت زره څلور سوه دوه دېرش امریکايي ډالرو په مالي لګښت د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی ،نن ( شنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغه کمپلکس د بېلابېلو لوبو د لوبغالو سربېره،چمن،د اوبو زیرمه،خونې، د نندارې ځایونه،پلې لارې،لمریزه برېښنا،تشنابونه او ځیني نور ضروري ملحقات شتون لري .
د لوبو د دغه کمپلکس د پرانستې مراسمو کې چې د دغه ولایت ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو برخه درلوده،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: د لوبو د دغه کمپلکس د جوړېد سربیره یې په میدان وردګو ولایت کې یو بل جمنازیم او د کرکټ د یوه لوبغالي جوړېدل په پلان کې دي.
ده زیاته کړه : ځوانان باید د دغه ولایت ټولو پارکونو او لوبغالو څخه په ښه توګه د استفادې اخیستلو ترڅنګ له دغو څخه ښه ساتنه هم وکړي،تر څو د دوی په سیمه کې د تفریحې او لوبو ځایونه په ښه توګه اوږد عمرې پاتي شي.
د میدان وردګو ولایت ښاروال ښاغلي انجینر محمود امیري د خپلو خبرو پر مهال د یوسایډي له مرستې څخه چې د دغه کمپلکس په جوړېدو کې یې کړې وه، مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې په ښه توګه به ترې ساتنه وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-inq.23nzkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته