دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 148261
بلخ کی ولایتی شورا غړی محمد آصف مهمند نیول شوی دی
د مزار ولایتي شورا غړي، نیول کي دو درشل کې دوه تنه وژل شوي دي، نوموړی کله چې له کابل څخه مزار ته ورسید کابو ۱۰ساعته په هوايي ډګر کې کلابند وه.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د مزار شریف چارواکي په دی اړه رسنیو ټه ویلی، چې د بلخ په هوایي ډګر کې د ولایتي شورا د غړي، آصف مهمند نیول شوی دی.
سرچینو زیاتیوی، په دغه جګره کی دو په درشل دوه کسان ووژل شول او ۴ نور ټپيان شوي دي.
راپونه وایی، د بلخ ولایتي شورا غړی، مهمند ترهغه وروسته چې له کابل څخه مزارشریف ښار ته ورسید د۱۰ساعتونو لپاره په محاصره کې وه.
دوی وایی، هغه نه غوښتل چې پولیسو ته تسلیم شي، ځکه د نوموړي په وینا، دی د بلخ د والي، عطامحمد نور په سپارښتنې سره چې په ځلونو یې پر هغه نیوکې کړې وې نیول شوی دی.
له بل خوا د بلخ ولایت د والي ویاند، منیر فرهاد په دی اړه ویلی، چې آصف د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی او هغوی په یو شمېر قراردادونو کې په اداري فساد تورن دی.

https://avapress.com/vdch-6nzz23nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته