دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 58836
حکمتیار: د کابل په تنظیمي جګړو کې یوازې زر تنه وژل شوي وو
تاند- د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په یوه مرکه کې وویل، په نوي یمه لسیزه کې د کابل په تنظم جنګۍ کې یوازې شاوخوا زر تنه وژل شوي وو.

ده وویل چې د نوي یمې لسیزې په ټولو جنګونو کې ښکېل نه و او دا جګړې د مختلفو خواوو ترمنځ وې.
په نوي یمه لسیزه د کابل په جګړو کې د احمدشاه مسعود په مشرۍ جمعیت او شورای نظار، د عبدالعلي مزاري په مشرۍ وحدت اسلامي، د محمد اصف محسني په مشرۍ حرکت اسلامي، د اکبري په مشرۍ د وحدت اسلامي بله ډله، د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ اتحاد اسلامي، د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ ملي اسلامي جنبش او د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي برخه لرله.
د کابل په جګړو کې د دغه ښار جنوبي، ختیځې او لوېدیځې برخې زیاتې ویجاړې شوې. حکمتار په ځلونو دې مسلې ته په اشارې ویلي چې ډېر ورانی د ده مخالف لوري(احمدشاه مسعود او جمعیتیانو) کړی ځکه هغه سیمې زیاتې ورانې شوي چې د احمدشاه مسعود د پلوي ځواکونو تر بریدونو لاندې وې.
خو د حکمتیار د څرګندونو خلاف ملګري ملتونه او نورې خپلواکې ټولنې د کابل په څلور کلنو خپل منځي جګړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لسګونه زره ښيي. د ځینو راپورونو له مخې په نوي یمه لسیزه کې په کابل کې د شپېتو او اتیا زرو ترمنځ کسان وژل شوي دي.

خو حکمتیار وايي:«په دې جګړو کې شاوخوا زر تنه عام خلک وژل شوي او اکثره یې د ښار په ختیځ او جنوب کې داسي مهال وژل شوي چې پر اسلامي حزب د هماغه وخت د حکومت له لوري د توپونو بریدونه یا هوايي بمبارۍ کېدې.»

حکمتیار لومړي چاینل ته په ځانګړې مرکه کې وویل: «اسلامي حزب د کابل په کورنۍ جګړه کې مهم رول نه درلود، موږ له ايتلاف سره یوازې څلور یا پنځه وړې نښتې کړي او یوازې مو د حکومت د حملو ځواب وایه.»

حکمتیار په مرکه کې د افغانستان له اساسي قانون، د بیان ازادۍ او دیموکراسۍ سره مخالفت څرګند کړ، ویې ویل:«که دیموکراسي، د ښځو حقونه، د بیان ازادي او قوانین دا وي چې امریکایانو په کابل او بغداد کې وښودل او د رسنیو له لوري په پراخه پیمانه ورته کمپاین کېږي، دا خو موږ نه منو او له دا ډول ولسواکۍ کرکه کوو. د یوه ازاد افغان په توګه موږ داسي دیموکراسي ردوو او ورسره مخالفت ته دوام ورکوو.»

د حکمتیار له څرګندونو داسي ښکاري چې په اصولو کې د طالبانو په شان له دیمورکراسۍ، د بیان ازادۍ، انتخاباتو او د ښځو له حقونو سره مخالف نه دی.

حکمتیار څو میاشتې پخوا ویلي و چې د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې ګډون ته په دې شرط تیار دی چې د ولسمشرۍ او ملي شورا انتخابات هم مهاله ترسره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-6nm.23n6xdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته