دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 139909
د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د ۱۵ طالب جنګیالیو وژل کېدل
د بادغیس ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ ۱۵ وسله‎وال طالبانو وژل شول او ۵۱ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند په دې اړه وویل چې دغه طالبان هغه مهال مړه او ټپيان شول چې تېره ورځ یې د بالامرغاب ولسوالۍ په درویش،محمدیان او ګنده اب سیمو یې ډله‎ییز بریدونه وکړ او د دواړو خواوو ترمنځ جګړه تر نیمې شپې پورې دوام درلود.
هغه زیاته کړه چې د وژل شویو کسانو په منځ کې د ملا ښایسته خان او ملاناصر په نومونو دوه مخالفو وسله‎وال قومندانان هم وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند په دغو نښتو کې یوازې د دوه پوځيانو ټپي کېدل تاييدوي.
https://avapress.com/vdcgzy9qyak9wy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته