دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 153200
دداخلی وزارت شپی لیدونکو دوربینونو څخه د طالبانو ګټه اخیستې په اړه څیړنه کوی
وروسته ددی چی په فراه او ارزګان او ځینی نورو ولایتونو کی د شپه لیدونکو دوربینونو څخه د طالبان ګټه اخیستنی په اړه خبری رامنځته سوی، د داخلی وزارت دا موضوع په اړه څیړنه کوی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش، نجیب دانش؛ د داخلی وزارت سرپرست د چهارشنبه( ۲۴ عقرب) ورځ ددی موضوع څخه اندیښنی سره وویل: دا چی طالبان څنګه شپی لیدونکی دوربینونو ته لاسرسی پیدا کړی دی او دا دوربینونه د کوم هیواد جوړ دی، ددی موضوع څیړلو لپاره یو تخنیکی ټیم موظف سوی دی. دداخلی وزارت په داسی حال کی ددی څیړنو څخه خبره کیږی چی د فراه ولایت سیمه ایز ځینی مسئولین د آزادی رادیو سره په مصاحبه کی ادعا کړی چی طالبان د روسیه جوړ دوربینونو څخه په دی ولایت کی ګټه اخلی. د دفاع وزارت هم تائیدوی چی طالبان د شپه لیدونکو دوربینونو څخه ګټه اخلی خو دا چی دا دوربینونه د کوم هیواد جوړ دی، دا وزارت په اړه یی بی خبری شکاره کړه. مسکو ډیر ځلی د طالبانو څخه د نظامی ملاتړ په اړه ګزارشونه رد کړی دی.
https://avapress.com/vdcgzw9qzak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته