دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 143607
ملي امنیت سلاکار د ایران د ملي امنیت له سلاکار سره د ګډې پولې د امنیت پر تامین او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې دا مهال په روسیه کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو په اتم امنیتي کنفرانس کې حضور لري، د کنفرانس له جریان څخه جلا په ځانګړي لیدنه کې د ایران د ملي امنیت سلاکار ښاغلي علي شمخانی سره پر امنیتي موضوعاتو سر بیره د مخدره موادو د قاچاق پر مخنیو او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
دغه لیده، چې نن ورځ سهار مهال د روسیې په پلازمېنه مسکو که تر سره شوه، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر له خپل ایراني ساري سره د دوه اړخیزو همکاریو او د تروریزم پر وړاندې د مشترکې مبارزې پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مخدره مواد د قاچاق د مخنیوي په موخه د یوه مکانیزم پر ایجاد او څرنګوالي بحث وکړ. ښاغلي اتمر د ایران د ملي امنیت له سلاکار څخه وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو د ګډې پولې د امنیت د تامین په موخه پر مشترکو اقدامات غور وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د مشترکې پولې په اوږدو کې ګډ کار ته اړتیا ده تر څو د پولې په اوږدو کې د قاچاق، سرغړونو او تاوتریخوالو مخه ونیول شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر له ایراني ساري سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو چارو پر پراختیا خبرې وکړې، دواړو لوریو د سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې و څیړلې او په ترانزیټي چارو کې د لازمو اسانتیاو په رامنځته کیدو مفصل بحث وکړ.
د دې ترڅنګ د افغانستان او ایران ترمنځ د طبعي زیرمو په ځانګړي توګه د اوبو له سرچینو څخه د دواړو هېوادونو ملي ګټو ته په پام سره د استفادې موضوع هم تر بحث لاندې و نیول شوه. ښاغلي اتمر وویل، د افغانستان ولسمشر د اوبو د مدیریت له پاره د سیمې په کچه د پام وړ برنامه لري، چې د هغې په پام کې نیول سره به د اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستلو څرنګوالی موثر او روښانه شي.
د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په دې لیدنه کې په منځنۍ اسیا او قفقاز حوزې هېوادونو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي شاکر کاګر او د ملي امنیت شورا دفتر د نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو عمومي رییس ښاغلي تمیم عاصي ملتیا کوله.
https://avapress.com/vdcgzw9quak9t34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته