دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۱۷
د مطلب کود : 153507
پاکستانۍ لارۍ افغانستان د ننوتو جواز نه لري
له پاکستان څخه راتلونکي ټول سوداګریز مالونه د افغانستان په بندرونو کې ښکته کیږي او د افغانستان د لاریو په واسطه د هیواد نورو سیمو ته لیږدول کیږي.

د ترانسپورت وزارت سرپرست وايي چې دا کار د ولسمشر د فرمان په اساس کیږي.
 
تر دې مخکې پاکستاني لاریو حق درلود چې پاکستاني مالونه د افغانستان زیاتره ولایتونو ته ولیږدوي؛ خو اوس د افغان حکومت د پریکړې په اساس پاکستاني لارۍ  افغانستان ته د ننوتو جواز نلري او خپل مالونه د افغانستان په بندرونو کې تشوي.
 
د ترانسپورت وزارت سرپرست وحید طهماسي اریانانیوز ته ووېل: په سرحدونو کې بارونه له پاکستاني لاریو کوزېږي او تر دې وروسته په افغني موټرو کې بارېږي او د هېواد مختلفو سیمو ته لېږدول کېږي.
 
دی همدارارز زیاتوي ډير ژر د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د ترانزیت په برخه کې تړونونه لاسلیک کېږي چې افغانستان ته به د ترانسپورت په برخه کې ډيرې اسانتیاوې برابرې شي.
 
په دې وروستیو کې د ایران د چابهار بندر له لارې د وارداتو او صادراتو کچه لوړه شوې ده او په کم وخت کې سوداګریز مالونه افغانستان ته را رسیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzw9quak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته