توصيه مطلب
۰
 
میرزاولنګ، د طالبانو او دولتمردانو پر تندی باندی د ننګ ټکی
تاریخ انتشار : چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۱۴

 

 

د دقیقو اخبارو په اساس، د میرزاولنګ جنګ چی د ۱۳۹۶ کال اسد ۱۲ شپی نیمایی څخه شروع او د شپی تر ۲ بجو پوری دوام وکړ خلګ د خپلی سیمی څخه دفاع وکړ او دشمن ډیر ځلی په شاه وتومبول.

خو د دشمن د ډیرتیا او د درو لورو نه د برید له امله او همدارنګه د هوایی او ځمکنۍ مرستی نه شتون له امله د دولت له لوری، ماته وخوړه او د ۱۳۹۶ کال د اسد ۱۴ شپی په نیمایی هغه خلګ چی د میرزا ولنګ څخه د دفاع لپاره موظف سوی وو د خپل سنګرونو څخه په شا سوه او د هغه سیمی خلګ د مهاجرت لاره خپله کړه.

د جنګ او شاته تګ په جریان کی، د خلګو پنځه تنه شهید او ډیر نور هم ټپیان سول او طالبان او داعش کسان پر سیمی باندی مسلط سو او اصلی فاجعه د اسد ۱۴ سهار کی رامنځته سوه او د هغه په لړ کی هغه مهاجم کسان چی د درو لورو څخه پر سیمی باندی برید کړی وو د میرزاولنګ تنګنا کی خلګو په وړاندی لاره بند کړ او امن ځای ته د مهاجرینو د لیږد مخنیوی وکړ.

د میرزاولنګ پرسیمی باندی د طالب او داعش په مسلط کیدلو سره د ملا عطاء الله د طالبانو والی او ملا نادر د طالبانو قوماندان په مشرتابه سره او غضنفر د داعش قوماندان په مشرتابه سره د پاته بی دفاع کورنیو سره لاندی هولناکه جنایاتونه ترسره سوه.

۱: ترهګر د ملکی خلګو څخه ۲۵ تنه د باغ سید اسماعیل په سیمه کی او ۹ تنه د مشرانو او سپین ږیرو څخه په نورو سیمو کی تیرباران کړ او په شهادت ورسول او د شهیدانو د مجموعه د یو تن ملی اردو شهید سره ۴۰ تنو ته رسیږی.

۲: ځینی مسجدونه، حسینیی او خلګو دینی نمادونو  ته اور واچول سو.

۳: پر سیمی باندی مسلط قوماندانان پر خلګو باندی مضاعف فشار واردوی ترڅو د خلګو شته منی او اموال د سلاح او مهماتو په بهانی سره ترګټه اخیستنی لاندی راوړی.

طالبان د همغه شروع څخه د خپلو سیاسی-نظامی فعالیتونو په ترسره کولو سره په افغانستان کی؛ څه د امارات په دوره کی او په اوسنی دوره کی اسلحی په غاړه ګرځیدلی دی او یواځی پر یو مقصد باندی تمرکز کړی دی هغه حکومت او قدرت لاسته راوړنه دی په هر قیمت چی وی.

د طالبانو په منطق کی خلګ او هیواد او علیا مصالح هیڅ وخت ددی ډلی لپاره ارزښت نه دی درلودلی او د اعتناء وړ نه پاته سوی؛

لکه څنګه چی دا ډله د خلګو او خلګو اموالو سره په ډیره آسانه توګه لوبه کوی او د افغانستان مسلمان خلګو مال او ناموس د هغوی لپاره هیڅ ارزښت او احترام وړ نه دی او ددی خبری دلیل هم  هغه عملیاتونه دی چی د سلهاوو مسلمانانو او بی دفاع افغانانو په وړاندی ترسره کیږی او د طالبانو د بی تفاوتی په اوج کی، شپه او ورځ، له منځه ځی او تلف کیږی.

لکه څنګه چی پوهیږو د اسلام په دین کی، د هر مسلمان مال او ناموس او عزت او ځان یو ارزښت لری او د احترام وړ دی او هیڅ څوک حق نه لری چی د مسلمانانو په دی څلورو څیزونو کی مداخلت وکړی؛ څه ورسیږی د مسلمان وژنه او د هغوی اموال او شته منی غارت او د هغوی نوامیس بی احترامی او عزت له منځه وړنه.

طالبان او وړونه یی داعش په ډیر راحته توګه ددی څلورو څیزونو څخه تیریږی او حریم یی ماتوی او له دی امله کوم ستومانتیا هم نه لری.

لکه څنګه چی پوهیږو د میرزاولنګ پیښه د طالبانو نوی جنایت نه دی او دا نادان جماعت  هر وخت د بی ګناه انسانانو په وړاندی جنایتونه ترسره کړی دی؛ خو پوښتنه داده چی د ملی وحدت حکومت او حکومت مشران بی تفاوتی د میرزاولنګ پر پیښی باندی څنګه باید ارزیابی سی؛ چی دولتمردان د میرزاولنګ په پیښه کی د ځانه وښوده او بیا د افغانستان خلګ د ځانه مایوس او ناهیلی کړ.

زموږ خلګ د هغه طالبانو څخه چی د خپل هیواد او ملت څخه بیل سوی او د افغان او افغانستان دشمنانو یو وسیله ګرځیدلی دی، کوم هیله نه لری او په حقیقت کی د هغوی څخه د مسلمانانو په وړاندی د هیڅ جنایت د نه کړی هیله نه لری او د ذهنه لیری نه بولی؛ خو همدا خلګ هغه وخت چی ووینی چی هغه دولت او حکومت چی د هغوی په رایو سره منځته راغلی دی، د هغوی مال او ناموس او عزت دفاع په برخه کی په داسی ناځوانمردانه توګه دشمن ته شا کړۍ او ددی لامل ګرځی چی د میرزاولنګ ولسوالی شجاع او بی ګناه خلګ د طالبانو په واسطه عام قتل سی، د څوم ځل لپاره خپل باور د حکومت څخه له لاسه ورکوی او ورو ورو ددی حکومت او حکومت کوونکو ته شا اړوی.

Share/Save/Bookmark
د مطلب کود: 147900