دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 131402
د داعش سقوط په عراق او سوریه کی؛ غرب دڅه شی څخه په قهر دی؟!
خبرونه دسوریی دارتش د پرمختګ او د عراق د ځواکونو دکامیابه کیدو څخه حکایت کوی؛ خو ددی پرمختګ ترڅنګ سریع د موصل دی او هغه هم په دوو دلیل؛ یو دا چی په موصل کی تراوسه رسمی عملیات نه دی رامنځته سوی او دعراق او محلی متحدان او کردان تر اوسه د موصل د آزادولو لپاره د پلان په جوړولو بوخت دی؛ اوس داچی د سوریی ترڅنګ څو ورځی دی چی دسوریی ددولت او ځواکونو درانده عملیاتونه د هوا او ځمکی څخه شروع سوی دی او ادامه پیداکوی چی د دداعش دتروریستانو او دهغه هم پیمانه جنګی ماشینونه او ځواکونه په مکمله توګه فلج کړی.

خبرونه دسوریی دارتش د پرمختګ او د عراق د ځواکونو دکامیابه کیدو څخه حکایت کوی؛ خو ددی پرمختګ ترڅنګ سریع د موصل دی او هغه هم په دوو دلیل؛ یو دا چی په موصل کی تراوسه رسمی عملیات نه دی رامنځته سوی او دعراق او محلی متحدان او کردان تر اوسه د موصل د آزادولو لپاره د پلان په جوړولو بوخت دی؛ اوس داچی د سوریی ترڅنګ څو ورځی دی چی دسوریی ددولت او ځواکونو درانده عملیاتونه د هوا او ځمکی څخه شروع سوی دی او ادامه پیداکوی چی د دداعش دتروریستانو او دهغه هم پیمانه جنګی ماشینونه او ځواکونه په مکمله توګه فلج کړی.
د اخرو خبرو په اساس دحلب څخه، د سوریی دارتش ځواکونه په داسی حال کی چی د چهارشنبی په ورځ د حلب زوړ ښارته داخل سو، د پنجشنبه په ورځ ډیر تعداد جنګی الوتکی هره نیټه پر تروریستانو باندی بومونه غورځوله، او د حلب مرکز ته دپرمختګ په حال کی دی او که د حلب عملیات په همدی شدت سره ادامه پیدا کړی، ډیر ژیر به د داعش او نورو تروریستی ډلو د ماتی شاهدان په سوریه کی واوسو.
خو ګویا دا وضعیت پر عربو او غربی حامیانو باندی ښه نه تیریږی او هغوی یی په شدت سره په قهر کړی دی؛ تر هغه چی دامریکا دخارجی چارو وزیر په تلیفونی تماس سره د روس دخارجی چارو وزیر سرګی لاوروف تهدید کړی دی او ویلی دی چی که حملی په حلب کی ونه دریږی، واشنګتن به د سوریی او مسکو سره ټول اړیکی پری کړی.
داسی لیدل کیږی چی واشنګتن یواځی په دا باندی بسنه نه دی کړی چی دسوریی او رورسیی څخه اړیکی پری کړی او سختو اقداماتو ته به مخ واړوی؛ هغه اقدامات چی د سره مطرح وو او دروسیی او دبشار اسد ددولت حامیانو په کمک سره په سوریه کی دتروریستانو په وړاندی په جدی توګه مطرح سو.
دخبرونو په اساس په تیرو کلو کی، په مشابه شرایطو کی، د بشار اسد دمخالف جناح طرفداران، د ضد هوایی سیستم په اړه مخالفانو سره خبری کړی دی. د رویترز خبرګزاری هم په آخیر کی بیان ورکړی دی چی د خلیج فارس دهیوادو څخه ځینی حوزی په جدی توګه د مخالفانو د مسلح کیدلو د ضد هوایی په تسلیحاتو فکر کوی.
دا په داسی حال کی دی چی دمنطقی دکارپوهانو له نظره، دتروریستانو مسلح کیدل په پرمختللی وسایلو سره کولای سی دټولو هیوادو او موجودو دولتو په منطقه کی د منافع لپاره سل په سله خطرناک دی چی دداسی استراتژیک خطا سره نور به هیڅ دولت او قدرت په دی قادر نه وی چی امنیتی اوضاع په منطقه کی کنترول کړی.
خو دهمدی پوهانو په نظر، امریکا او دهغه عرب متحدان په منطقه کی، داسی کسان نه دی چی دا ډول مسائل؛ یعنی په خاورمیانه کی د اوضاع خرابیدلو لپاره، وکولای سی هغوی د خطرناکو تصامیمو داجرا څخه برحذره کړی؛ ځکه چی تجربه شکاره کړی دی چی امریکا او دهغه متحدان ددا څخه خطرناکو اقداماتو ته لاس اچولی دی او خطرناکی لوبی ته په خاورمیانه کی ادامه ورکړی دی. خو بیا هم د واشنګتن سرانو او دولت ته کوم اهمیت نه دی درلودلی.
خطرناکی پروژی لکه دالقاعدی ایجادول، د حقانی شبکه او طالبان او لسګونه لشکر او نور تروریستی ډلی په خاورمیانه کی او ترټولو خطرناک، داسرائیل دتروریستی ډلی رامنځته کیدنه د خاومیانی په زړه کی، ټوله ضد انسانی او استعماری پروژی وو او دی چی ټوله دامریکا او دهغه دمزدورانو پواسطه رامنځته سوی تجهیز او تقویت سوی دی چی په منطقه کی د امنیت او ثبات دمنځه تلو سبب سوی دی.
خو بیاهم دامریکا دولت او دهغه غربی او عرب متحدان دتروریستی ډلو ترشا ولاړ دی او دلزوم په وخت کی؛ یعنی هغه وخت چی احساس کړی دی چی تروریستی ډلی د جدی او حیاتی مشکل سره مخ دی، په ټولو امکاناتو سره یی خپل ځان صحنی ته رسولی دی او تروریستی ډلی د خطر او هلاکیدو څخه ژغورلی دی.
هغه کار چی نن په سوریه کی امریکا دهغه پسی دی او امکان لری سبا دعراق او دموصل د آزادیدو دعملیاتو په وړاندی ترسره کړی، دقیقآ دتروریستی ډلو دسقوط او هلاکت دژغورنی لامل په منطقه کی دی؛ هغه اقدامات چی دډیرو دولتو اوهیوادو په زیان کی دی خو امریکا او دهغه متحدان په بی اعتنایی سره دنورو دسرنوشت سره لوبی کوی.
لیدل کیږی چی معکوس شمیرنه دداعش او نورو تروریستی ډلو دسقوط لپاره په عراق او سوریه کی شروع سوی دی او دذهن څخه لیری شکاری چی دامریکا دهر ډول اسلحو په ورکولو سره بیا هم ددی ډلی دهلاکیدو مخه ونیسی.

https://avapress.com/vdcgzq9qxak9wt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته