دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 141203
اجرائيه رئيس: له غذايي مصوونیت پرته تلپاتې پراختیا ناممکنه ده

 د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور کې د غذايي او تغذیې مصوونیت د رهبرۍ کمېټې یاداښت د اجرائيه ریاست او نړیوالو ادارو ترمنځ لاسلیک شو.
د صدای افغان خبری آژانس، په دې ناسته کې لومړی د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وینا وکړه او ویې ویل، چې غذايي مصوونیت او تغذیه د ملي یووالي حکومت د پراختیايي موخو له لومړیتونو څخه دي او له دې پرته تلپاتې پراختیا ممکنه نه ده.
اجرائيه رئيس وویل، د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې باید د غذايي مصوونیت او تغذیې کمېټه رامنځته شوې وای او له نیکه مرغه نن د دې شاهدان یو، چې د دې کمېټې د سکریت رامنځته کولو تفاهم لیک لاسلیک کېږي.
د هېواد اجرائيه رئیس زیاته کړه، چې دمګړۍ په هېواد کې نهه دېرش سلنه وګړي د غذايي مصوونیت د نشتون له ګواښ سره مخ دي او هم ۴۰.۹ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په مزمنې خوارځواکۍ اخته دي، چې افغانستان یې د هغو هېوادونو په لیکه کې درولی، چې غذايي مصوونیت نه لري.
هغه ویل: نامرئي لوږه، چې ډېری هېوادوال یې اغېزمن کړي، پراخ فقر، غذا ته نه لاسرسی، اقلیمي بدلون، وچکالي، نامتوازن غذايي رژیم، ناسم روغتیايي وضعیت، پاکو اوبو ته نه لاسرسی، جګړې او د کډوالو بېرته راستنېدل هغه موارد دي، چې غذايي مصوونیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
اجرائيه رئيس هیله مندي وښوده، چې دولتي اړونده ادارې له نړیوالو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ سره وکولای شي چې په افغانستان کې د غذايي مصوونیت پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي او یو سالم رژيم رامنځته کړي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د ملي یووالي حکومت دا مساله په لومړیتوب کې نیولې او په دې باور دی چې له غذايي مصوونیت پرته به تلپاتې پراختیا ته ونه رسېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک د نړیوال سازمان استاژ تومیو شچیري هم وویل، چې په افغانستان کې د غذايي مصوونیت نشتون یوه عمده ستونزه ده. هغه وویل، دوی له افغان حکومت سره په دې برخه کې کار کوي او چمتو دي چې د غذايي مصونیت د رامنځته کېدو لپاره مرستې وکړي.
وروسته د وزیرانو شورا د دارلانشاء عمومي رئیس بریالي ارسلايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو د نړیوال سازمان د استازي تومیو شچیري، په افغانستان د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق استازې ډاکټرې ذکیې او د خوړو نړیوال پروګرام د مشر میک لارنتزن له لوري، د غذايي مصوونیت، تغذیې او د ملي تخنیکي سکرتریت یاداشت لاسیلک شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzq9qwak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته