د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
دوه میاشتې وروسته به د افغانستان میوې پخې شي؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې حکومت د تازه میوو صادراتو لپاره پلان نه لري.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال باز محمد افسرزی وايي، حکومت تېرکال ژمنه کړې وه، چې د هېواد د تازه میوو لپاره کارګو جوړوي، چې منځنۍ آسیا هیوادونو ته به د تازه میوو صادراتو ته ګټوره زمینه برابره شي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي وخت کې د هېواد په پېنځه ولایتونو کې د لویو سوداګریزو سړخونو تړونونه لاسلیک شوي، چې اوس ورک دي او مونږه دې روان نظام ته بیخي حیران یو.
افسرزی زیاتوي، د تازه میوو لپاره د بازار او سړخونو نشتوالی د دې سبب شوی، چې سوداګر شپېته میلیون ذدالر زیان وویني.
د هغه په وینا؛، مونږه په ګاونډ هېوادونو او سیمه کې ښه مارکیتو نه لرو؛ خو کار ورته پکار دی او مسوول بنسټو نه کار نکوي او هر کال د تازه مويو په موسم کې پرمونږ افت رانسکو شي.
د اقتصادي چارو کارپوه سیدقیاس سعیدي بیا په وزیرانو نیوکه کوي، چې په وینا یې د اصلی کارونو پر ځای د څوکیو د ساتنې هڅې کوي.
نوموړی وایي؛ د کرني او سوداګرۍ وزیران د دې پرځای، چې خپلو مسوولیتونو ته متوجي شي دوی له وکیلانو سره د پروژو پر وېش اخته کیږي.
د افغانستان میوې هر کال د سړکونو پر سر په ټیټه بیه پلورل کیږي؛ خو، چې کله د میوو فصل پای ته ورسیږي، د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو میوې په لوړ قیمت بازار ته وړاندې کیږي.