دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 135309
د ملی وحدت د حکومت تلاش د احمد خان ایشچی د پیشی د تعقیب لپاره
د ملي وحدت حکومت د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې پر ښاغلي احمدخان ایشچي د شوې پېښې له رامنځته کېدو ‎څخه، موضوع په جدیت تر تعقیب او هر اړخیزو څیړنو لاندې نیولې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېوادوالو ځاني خوندیتوب، انساني کرامت او مصئونیت د اسلامي ارزښتونو، د اساسي قانون د احکامو او د هېواد نورو نافذه قوانینو سره په مطابقت او د بشري حقونو بین‌المللي میثاقونو ته د افغانستان له ژمنتیا سره سم، خپل اساسي مکلفیتونه ګڼي.
د افغانستان دولت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د یادې قضیې په برخه کې به ټول قانوني مراحل رعایتوي او د عدالت د تامین په خاطر به هر هغه څه چې د تحقیقاتو په نتیجه کې اثبات شي، د عدلي او قضايي مراجعو له لارې به په بشپړې بي طرفۍ او استقلال اقدام وشي.
https://avapress.com/vdcgzn9qyak9ww4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته