دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 125904
جمهور رئیس غني یو شمېر خبریالان په مډالونو او تقدیرنامو وستایل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژورنالیستانو ته په خطاب کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې حکومت د بیان د ازادۍ ملاتړته ژمن دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژورنالیستانو ته په خطاب کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې حکومت د بیان د ازادۍ ملاتړته ژمن دی.

په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، لومړی د بیان د ازادۍ د ملاتړ سفیر نادر نادري د مطبوعاتو د ازادۍ د ارزښتونو او رسنیو په هکله خبرې وکړې.

د بیان د ازادۍ د ملاتړ سفیر د بیان له ازادۍ څخه د جمهور رئیس د ملاتړ د ستایلو تر څنګ وویل، د بیان د ازادۍ په هکله د نړیوالو بنسټونو د وروستۍ ارزونې په اساس افغانستان توانېدلی چې د بیان د ازادۍ ټاکلي معیارونه پوره کړي او د اکثره هېوادونو په منځ کې یې لوړ ځای خپل کړی دی. نوموړي دا لاسته راوړنه د رسنیو د کورنۍ د ټولو ملګرو د هلو ځلو او د دولت د همېشني ملاتړ پایله وبلله.

په دې مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده ، د ولایتونو د ویاندویانو، وحید صدیقي، د لوی څارنوالي ویاند محمد بصیر عزیزي د وزارتونو او دولتي ادارو د ویندویانو او دانش کړوخېل د خبریالانو د صنفي بنسټونو په استازیتوب خبرې وکړې او د ویندویانو او خبریالانو ستونزې او وړاندیزونه یې له جمهور رئیس سره شریک کړل.

وروسته د جمهور رئیس د فرمان په اساس د خبر او معلوماتو د رسولو په برخه کې د خبریالانو د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي ۷ خبریالانو ته  د میوند معرکې اتلې ملالۍ او د غازي محمد اکبر خان عالي دولتي مډالونه او ۵ تنو خبریالانو ته افتخاري تقدیرنامې ورکړل شوې.

د هېواد جمهور رئیس د ولسواکۍ ارزښتونو ته په اشارې وویل، نننۍ ازادي په اسانه نه ده ترلاسه شوې، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د  ولسواکۍ او د وینا د ازادۍ د بنسټیز کولو لپاره د ځینو کسانو د کوښښونو او زحمتونو پایله ده چې په عامه پدیده یې بدلې کړې دي.

جمهور رئیس غني وویل، ټول باید کوښښونه او ژمنې وکړو چې د بیان د ازادۍ ارزښتونه خوندي کړو او د هغوی د پیاوړتیا په برخه کې ارزښتناک ګامونه واخلو.

جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د بیان د ازادۍ د ملاتړ لپاره به د خبریالانو د ملاتړ صندوق ایجاد شي، خود ازادو رسنیو بنسټونه باید د حکومت له استازي پرته مدیره هیئت معرفي کړي. هغه زیاته کړه د دې صندوق د ملاتړ لپاره به له نړیوالو بنسټونو سره خبرې وکړي.

د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، چې معلوماتو ته د لاسرسي او د ژورنالیستانو د امنیت مقررې به ژر خپل قانوني پړاونه بشپړ کړي.

جمهور رئیس غني د رسنیو د اخلاقو کوډ پر رعایت ټینګار وکړ او وې ویل، د بیان د ازادۍ مثبت او منفي حدود اخلاقي کوډ ژورنالیستان ټاکلی شي. هغه زیاته کړه، تاسو باید د ټولنې په نبض پوه شئ او د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې له خلکو سره همغږي شئ.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، ژورنالیزم هم علم دی، هم هنر او هم قضاوت، خو د دې ټولو تر منځ تعادل هغه اصل دی چې باید اخلاقي کوډ یې وټاکي.

جمهور رئیس د څېړنې ارزښت ته په اشارې وویل، زه په څېړنیز ژورنالیزم باورمند یم او دا شېوه کولای شي اداري فساد افشا کړي. هغه زیاته کړه، د عدلي او قضایي بنسټونو یو ځانګړی مرکز به تشکیل شي تر څو د اداري فساد تورونه وڅېړي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د رسنیو اهل باید له علمای کرامو سره په بحث کې وي، ځکه زموږ د ټولنې فکري اساس د اسلام مبین دین ټاکي او اسلام د ازادۍ، باورمندۍ او اعتماد دین دی.

جمهور رئیس وویل، له اوسنیو ستونزو څخه د خلاصون په موخه ټول باید یو تربله لاس ورکړو او د ملي بحث په چوکاټ کې تازه فرصتونه ایجاد کړو، تر څو یوه ملي سیاسي اراده رامنځته شي.

جمهور رئیس له ټولو ژورنالیستانو او د خبریالانو صنفي بنسټونو څخه وغوښتل  چې په یوه واضح طرحه دې کار وکړي او خپلې ستونزې او وړاندیزونه دې جمهوري ریاست ته وسپاري.

همدارنګه جمهور رئیس د ولایتونو ویاندویانو ته په خطاب کې وویل، دا چې خلکو ته د معلوماتو او حقایقو د رسولو په برخه کې صادقانه او په پوره ژمنتیا کار کوئ ، مشترک لیدلوری او اواز مو ایجاد کړی ، مننه کوم.

جمهور رئیس د نسلونو د تضاد مخنیوي ته په اشارې وویل، افغانستان د نړۍ تر ټولو ځوانه ټولنه ده او ورځ تر بلې ځوانېږو.  هغه زیاته کړه، یو اساسي فکر پکار دی چې هم خپل پنځه زره کلن تاریخ درک کړو او هم په ارزښتونو پوه شو.

د هېواد جمهور رئیس د ولایتونو د ویاندویانو ستونزو ته د رسیدګي په خاطر له هغوی څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په طبقه بندي شوي او لیکلي شکل جمهوري ریاست ته وسپاري. هغه لارښوونه وکړه چې د ویاندویانو د ستونزو د څېړنې په موخه دې یو پلاوی وټاکل شي.
https://avapress.com/vdcgzn9qtak9xy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته