دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۲
د مطلب کود : 148404
ننګرهار ولایت کي د یوې راکټ مرمی د یوي کورني لګیدلي ده
ویلکږی، چی په ننګرهار کې د یوې راکټ مرمۍ د توغېدو له امله د یوې کورنۍ غری، يو کس يې وژلی او د يوې مېرمنې په ګډون ۵ نور ټپيان دي.


د افغان غږ(أوا) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ يوې باوري سرچينې د نوم نه خپر اوي په دی اړه رسنیو ته وایی، دغه پېښه پرون ددی ولایت رامنځ ته شوې ده.
دهغوی په وینا، د راکټ مرمۍ د وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتې پر مهال د ملکي خلکو د جنازې په مراسمو کې لګېدلې ده.
سرچنیو زیاتیوی، چې د ملي اردو ځواکونه سرخردو ولسوالۍ د فتح آباد په سیمه اړوند له ديده وان سيمې د تېرېدو په حال کې وو، چې وسله والو طالبانو پرې بريد کړی.
تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcgz79qtak9tt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته