دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 143292
امریکا سعودي ته د ١١٠ میلیارد ډالرو په ازښت وسلې ورکوي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته په خپل لومړني سفر کې له دغه هېواد سره د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تړونونه وکړل.

هغه دا تړون د سعودي له پادشا سلمان بن عبدالعزیز سره لاسلیک کړل، د تړون هدف د سعودي د دفاعي او پوځي وړتیاو لوړول ښودل کیږي.

سپينه ماڼۍ وايي د دغه تړون په اساس به سعودي ته دفاعي او پوځي وسایل ورکول کیږي چې ورسره به د دغه هېواد او خلیج امنیت ښه شي.

همدغه راز سعودي عربستان به په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې هم خپله ونډه زیاتوي چې ورسره به په دغه ډګر کې د امریکا پر اوږو اچول شوی بار هم څه ناڅه سپک شي.

پاچا سلمان بن عبدالعزیز د ښاغلي ټرمپ هرکلی وکړ. تر پښو لاندې یې سره غالی و او په هوا کې جټ الوتکو سلامي وکړه. بې ساري امنیتي ترتیبات نیول شوي وو او ځای ځای پوځي موټرې ولاړې وې.

د امریکا د جمهور رئیس لومړی بهرنی سفر ځانگړی معنوي ارزښت لري. تر دې وړاندې هیڅ یو امریکايي مشر، خپل بهرنی سفر له سعودي نه و پيل کړی.

په دې سفر کې د سیاسي اجنډا تر څنگ چې ټرمپ د اسلامي هیوادونو کنفرانس ته وینا کوي، د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د میلیارد ډالرو د وسلو تړون لاسلیک کیږي، او د یولس امریکایي شرکتونو او د سعودي د تیلو د شرکت ارامکو ترمنځ د پنځوس میلارد ډالرو گډې پروژې لاسلیک کیږي.

ډانلډ ټرمپ وویل " سعودي عربستان د اسلام د مقدساتو کور دی، او موږ به د همدې ځای نه د مسلمانانو متحدینو سره یو ځای د سخت دریځی او ترورزم پر ضد مبارزه پیل کړو."

د ټرمپ لپاره دا یو ډېر ښه چانس دی چې د هغه تصور له منځه یوسی چې گواکې دی د مسلمانو پرضد دی. په ریاض کې د ۲۰ نه زیاتو مسلمانو هیوادونو پاچایان، امیران او جمهور رئیسان ورته راټول شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyw9qxak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته