دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 137596
زمونږ په لست کې جنايي بنديان نشته
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند یو جګپوړی غړی وایي د دوئ ګوند یو روڼ او ځلانده تاریخ لري او ټوله فیصلې یي مستقلې وې او پرځان یو متکي حزب دی.
 د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی:   د حزب اسلامي د ګوند سیاسي مسؤل غیرت بهیر د پنجشنبې په ورځ وویل په افغانستان کې به داسی رول ولوبي چې لمړی پکې ملي مصالح او ملي ګټې خوندي اوسي او په بهرني سیاست کې دوه اړخیزه احترام غواړي.
تردی مخکې د حزب‎اسلامي د هیات مشر محمد امین کریم رسنیو ته ویلي وو چې د ګلبدین حکمتیار د استوګنې لپاره په کابل کې څو ځایه په نښه شوي دي خو تر اوسه نهایی فیصله نده شوې.
د حزب‎اسلامي په غوښتنو کې، پر دغه ګوند د لګیدلو بندیزونو لیرې کیدل، د یو شمیر بندیانو خوشې کول، د راستنیدونکو کډوالو لپاره ‌یې د ځمکې ټاکل او په کابل کې د حکمتیار د استوګنې معلومول شامل دي.
حزب‎اسلامي وایي د دوئ د لومړنیو معلوماتو له مخې د افغانستان په زندانونو کې د دوئ شاوخوا ۲۶۰۰ غړي په سیاسي ملحوظاتو بندیان دي.
ښاغلي بهیر وویل حزب يي د خپلو بندیانو مفصل لستونه حکومت ته سپارلي او پدې برخه کې د حکومت په کار اوهمکارۍ کې هیڅ اندیښنه نلري.
https://avapress.com/vdcgyu9q3ak9wn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته