دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 154795
فاریاب ولایت کی ‎۶ تنه وسله والو وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي
راپورنه وایی، د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يو عملیاتو شپږ تنه د دولت مخالفینو وژل شوی دی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ په دی اړه سرګندوی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ عملیاتو په نتیجه کې ۱۲ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچنیو زیاتیوی، چې د نوید هشت په نوم د عملیاتو په دوام کې ددغه ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د سرې کلا په کلي کې۶ تنه وسله والو طالبانو وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دیاد وړدی، چی د یاد عملیاتو کی د سړک د غاړې ۱۱ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.

https://avapress.com/vdcgyt9qnak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته