دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۳:۲۴
د مطلب کود : 141591
ولسمشرباید د خپلو کړنو په اړه ولسي جرګې ته سپیناوی وکړي
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې حکومت او د کابینې وزیران بې واکه مامورین دي؛ نو د ګڼو وژنو په اړه باید ولسمشر ځواب ووايي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په ولسي جرګه کې د کابل استازی جعفر مهدوي زیاتوي، که وضاحت یې نه درلود؛ نو د اساسي قانون د ۶۹ مادې له مخې به د خپلو کړنو، کړنه وویني.
د ولسي جرګې د بدخشان استازې فوزیه کوفي وایي، ولسواکه نظامونه مختلط بڼه لري او ډېر صلاحیتونه ملي شورا ته۹ ورکړ شوي دي؛ خو دا، چې څه روان دي د مطلقه شاهي نظام ښکارندویي کوي او ټولې پرېکړې د ولسمشر او د هغه د ښي لاس د مشاورې میرمن رولا غني لخوا ترسره کیږي او بل څوک واک نه لري.
په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمه عزیز وایي، ولسمشر به د تویي شویو وینو ځواب ورکوونکی وي، چې ولې یې بې کفایته مسوولین ګمارلي.
د نوموړې په وینا؛ د روان حالت په اړه باید د هېواد لومړی سړی او دیکتاتور وپوښتل شي.
د ولسي جرګې غړی فرهاد صدیقي بیا وايي، چې ولسمشر باید د واک انحصار مات کړي او هېواد له روان سیاسي بحران څخه وژغوري.
د نوموړي په وینا؛ د ولسمشر ځانغوښتنه د ناامنۍ لامل دی او د خلکو کورته باید راوغوښتل شي.
د ولسي جرګې غړی صادقي نیلی زاده وایي، په هېواد کې ستونزه پخپله ولسمشر دی او هر کا یې ، چې زړه وغواړي تر سره کولو ته یې ان قانون تر پښو لاندې کوي؛ ځکه ، نو اړتیا ده ، چې د ولسمشر د ځانګړیو غوښتنو مخه ونیول شي.
د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي هم وايي، چې ولسمشر د ټولو روانو ناخوالو مسوول دی او باید ولسي جرګې او ملت ته سپیناوی ورکړي.
د نوموړي په وینا؛ ولسمشر ان له کابینې صلاحیت اخیستی او په دې اړه به مونږ خپله پرېکړه کوو.
د ولسي جرګې غړي د هېواد حالات د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، چې د سمون لپاره باید جدی ګامونه اوچت شي او په حکومت کې خپلمنځي اختلافونه حل شي.
https://avapress.com/vdcgyq9qqak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته