دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 125896
جمهور رئیس غني: نشه یي توکي نړیواله ستونزه ده او زیاتې پیسې یې نړیوال قاچاقبران ترلاسه کوي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د معتادینو د درملنې او حرفوي زده کړو ملي مرکز (امیدملي مرکز) په خپله وینا پرانیست.
جمهور رئیس غني: نشه یي توکي نړیواله ستونزه ده او زیاتې پیسې یې نړیوال قاچاقبران ترلاسه کوي
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  نن له غرمې مخکې د معتادینو د درملنې او حرفوي زده کړو ملي مرکز (امیدملي مرکز) په خپله وینا پرانیست.
 امید ملي مرکز کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې لومړۍ مېرمن، د کابینې یو شمېر وزیرانو او د مرسته کوونکو هېوادونو استازو حضور درلود. جمهور رئیس غني د جمهور رئیس لومړي مرستیال او له هغو وزارتونو څخه چې د امید ملي مرکز په ایجاد کې یې ګډه همکاري کړې او د کابینې پرېکړه یې له نظر څخه په عمل بدله کړه، مننه وکړه.
جمهور رئیس له معتادینو او د هغوی له کورنیو څخه هم مننه وکړه او وې ویل، دا کار اسان نه دی او جرئت غواړي او لوی جرئت دادی چې معتاد کس په خپل اعتیاد اعتراف وکړي او دا ومني چې درمنلې او حرفوي کار ته اړتیا لري.
جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان خلکو د حکومت د دې اقدام هرکلی وکړ او د دوی هرکلی د هغه بنسټ اېښودلو په خاطر دی چې د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د دولت او ملت ژمنتیا ښیي.
محمد اشرف غني د دې په هکله چې ولې یې د دې مرکز نوم ”د امید ژوندي کول“ ایښی، وویل، دا مرکز له دې امله د امید د ژوندي کولو ملي مرکز نومول شوی چې معتادین د نهیلۍ پر وروستۍ څنډه ژوند کوي.
جمهور رئیس وویل، کله چې معتادین له نږدې وګورئ، د هغوی ستونزه یوازې اعتیاد نه دی ، په ټولنه کې چې د کورنۍ او ټولنیزې اړیکې ډېرې ژورې دي، والدین د خپلو معتادو اولادونو په لیدلو ځورېږي او دا د نهیلۍ وروستی پړاو دی او د نهیلۍ له دغې وروستۍ څنډې څخه د امید لورته تګ ډېر لوی اقدام دی.
جمهور رئیس غني وویل، دا  شخصي او کورنی نه، بلکې ملي امید دی او باید باور ولرو چې یوه ورځ په خپله ټولنه کې اعتیاد له منځه وړو.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ له کلونو راهیسې د نه اعتراف په فضا کې ژوند کاوه او ویل یې نشه یي توکي زموږ ستونزه نه ده، موږ یې تولیدو، تولید یې حرام دی، خو مجبور یوو او نورو ته یې صادرو، خو خپله نه پرې روږدي کېږو.
جمهور رئیس زیاته کړه: نن ورځ یو کوچني اقلیت د افغانستان اکثره خلک ګرو کړي او تولیدونکي او قاچاقبران د دې معضلې مسوول دي او باید پر تندي ووهل شي.
محمد اشرف غني وویل، یو شمېر د شخصي ګټو او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره زموږ درې میلیون هېوادوال ګرو کړي او زموږ ملت بدناموي او معتادوي.
جمهور رئیس د نشه یي توکو ستونزه د بې وزلي په څېر ملي معضله وبلله او وې ویل، د پنځو ملي ستونزو په ډله کې د اعتیاد مسله باید جدي ونیسو. هغه زیاته کړه، په ټولنه کې ټول یو له بل سره پیوند لري او د اعتیاد معضله زموږ ټولو ګډه ستونزه ده.
جمهور رئیس غني وویل، د نشه یي توکو تولیدونکي، پروسس کوونکي، قاچاق کوونکي او مصرفوونکي  ټول مسوول دي او باید بې له دې چې یو بل مقصر وګڼي په ګډه د دې ستونزې د له منځه وړلو هڅې وکړي.
جمهور رئیس زیاته کړه، د نشه یي توکو ستونزه نړیواله ده او زیاتې پیسې نړیوال قاچاقبران ترلاسه کوي او له هر هېواد چې نشه یي توکي تېرېږي او یا یې مصرفوي د هغو مسوولیت لري.
محمد اشرف غني وویل، د اعتیاد معضله یوازې په درملنه نه حل کېږي، کورنۍ او خلک باید د د ې ستونزې په له منځه وړلو کې هم رول ولري او دا له یو ملي سرتاسري بسیج پرته ناشونی دی.
جمهور رئیس د کابینې غړو ته په خطاب کې وویل، تاسو د ملي بسیج برنامه ترتیب کړئ او زه د هغې په عملي کولو کې اقدام کوم. هغه زیاته کړه، دا ملي بسیج باید د فساد پر ضد او ملي منابعو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې پر ضد مبارزې سره همزمان او همغږې وي.
جمهور رئیس غني وویل، هرڅوک چې د دولت عایدات جیب ته اچوي د دې لامل کېږي چې زموږ د معتادو ځوانانو درملنه ونشي او د کار خاوندان نشي.
جمهور رئیس په پای کې وویل، د راتلونکي کال په بودجه کې باید اړوند وزارتونه مشخصې طرحې برابرې کړي تر څو له پیله وکولای شو چې دا بهیر بریالیتوب ته ورسېږي.
https://avapress.com/vdcgyn9q3ak9x74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته