دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 140529
چارواکي: د تورخم-جلال اباد سړک درېیمه برخه به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړه شي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، د تورخم ـ جلال اباد دويم لين سړک دوه برخې جوړې شوي او درېيمه برخه به يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړه شي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)د ټولګټو چارو رئيس ضابط خان منګل وايي د دغه سړک دچارو دګړنديتوب په موخه يې دهغو موانعو په لرې کولو لاس پورې کړی چې د دې سړک په اوږدو کې شتون لري.

منګل وويل، چې د جلال اباد ښار له عيدګاه جومات نه تر ثمرخېلو پورې د سړک دواړو لورو ته موانع شتون لري،چې په وينا يې وسايط يې له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي ادارې په لارښوونه يې لومړی د ملي ا ردو د څلورمې پلې لوا مخې ته لګېدلي سيمټي ديوالونه لرې کړې ،چې وروسته به دهوايي ميدان مخ ته ايښودل شوې موانع هم لرې کړي.

ده وويل، چې دتورخم جلال اباد دويم لين سړک چارې دوه برخې بشپړې شوي او يوه برخه يې پاتې ده ،چې پاتې چارې به يې هم په څلورو مياشتو کې بشړې شي.

د ټولګټوچارو رئيس زياته کړه له عيدګاه جوماته تر هوايي ميدانه د دواړو سړکونو په منځ کې دګل دان

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxz9qyak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته