دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 149926
تورخم دروازه بېرته د ټرافیکو او خلکو پر مخ خلاص شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه بیېرته د ټرافیکو او خلکو ترمنځ خلاص شوه خو سیمه ییز چارواکي په ننګرهار ولایت کې وایي لا هم په سیمه د ګنه ګوڼې له امله ستونزې وجود لري.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو ځنډ وروسته د مسافرینو پرمخ پرانیستل شوه،خو ۱۵ سوه مسافرین اوس هم په تورخم ښارګوټې کې بند پاتي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې کې د تورخم دروازې اخوا د کوزې پښتونخوا منسوبینو له لورې د رامنځته شوې امنیتې پېښې له امله د ۲۴ ساعتونو لپاره د تګ راتګ لاره د مسافرینو او ترافیکو پرمخ تړل شوې وه .

د ولایت مقام په وینا، یاده لاره چې نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې د مسافرینو او ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه،خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ۱۵ سوه هېوادوال لا هم کوزې پښتونخوا ته د تګ په موخه په تورخم ښارګوتې کې انتظار باسي .

د تورخم ښاروال سرور پاچاه وایي، د طرزالعمل له مخې ماښام اووه بجې د تورخم لاره وتړل شوه او سهار وخته به پرانیستل کیږي،خو د لارې د تړل کېدو له امله شاوخوا ۱۵ سوه تنه هېوادوال کوزې پښتونخوا او پاکستان ته له تګ محروم پاتي شوي .

هغه زیاته کړه، له یادو افغانانو څخه د میرمنو په ګډون شاوخوا ۷ سوو تنو پورې نن شپه په تورخم ښارګوټې کې پاتي شول او پاتې نور یې جلال اباد او نورو سیمو ته ولاړل،چې په تورخم ښارګوټې کې پاتي شوو کسانو ته یې د شپې د اوسیدو او نورو برخو کې بشپړ سهولتونه برابر کړي دي .

د نوموړي په وینا ټاکل شوې د معمول سره سم سهار وخته لاره پرانیستل شي .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxy9q3ak9ty4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته