دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 113727
د سلما د بند د کار د ګړندیتوب په اړه غونډه وشوه

د هېواد د انرژی او اوبو وزیر محترم انجنیرعلی احمد عثمانی د دوشنبی په ورځ د سرطان د میاشتی په ۸ نیټه پداسې حال کې چې د مالیی ، اقتصاد وزارتونو، په ملی شورا کې د خلکو یو شمیر استازو حضور درلود په کابل کې د هندوستان د سفیر د مرستیال او یو بل غړی سره د سلما د بند د کارونو په اړه ولیدل او ورسره یې خبری وکړی.
په پیل کې د انرژی او اوبو وزیر د هندی چارواکو څخه وغوښتل څو د سلما د بند د کار په اړه لنډ معلومات وړاندې کړی.
وروسته له هغه هندی پلاوی د سلما د بند د کار په اړه له (۲۰۰۵) کال را پدیخوا تر اوسه مهاله توضیحات وړاندې او د انرژی او اوبو وزیر سوالونو ته یې ځوابونه وویل.
پدې ناسته کې محترم سناتور احمد جاوید رووف، محترم قاضی نذیر احمد حنفی، محترمی میرمنی نجلا دهقان نژاد، محترم غلام فاروق نظری او محترم خلیل احمد شهید زاده د یاد بند د لګښت د زیاتوالی او د برښنا د تولید په برخه کې خپل سوالونه له هندی پلاوی سره مطرح کړل.
د پارلمان یادو غړو له هندی پلاوی څخه وغوښتل څو خپل بشپړ معلومات اړوندو وزارتونو ته وړاندې کړی چې د هندی پلاوی لخوا اړوند ځوابونه وړاندې شول.
هندی پلاوی له امنیتی ستونزو، د لاری د لروالی او بند د جوړیدو په لګښت کې له بدلون څخه یادونه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې د هند دولت ژمن دی ترڅو (۴۲) میګاواټه برښنا د سلما له بند څخه د افغانستان خلکو ته تولید کړی.
د دی ناستی په لړ کې د انرژی او اوبو وزیر هندی پلاوی ته د سلما د بند د جوړیدو او د کار د پای ته رسیدو په برخه کې لازمی لارښونی وکړی چې د هندی پلاوی لخوا یې هر توده کلی وشو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgxw9quak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته