د افغانستان په سویل ارزګان ولایت کې لږ تر لږه ۵۳ وسله وال د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ملي دفاع وزارت وایي، دغه وسله وال د ترینکوټ ښار اړوند په شاه منصوري سیمه کې وژل شوي دي.
د ملي ملي دفاع وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي: “د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ارزګان ولایت دترینکوټ په شاه منصوری سیمه کې ۵۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.”
د مخالیفو وسله والو ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
ارزګان د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
په همدې حال کې ملي دفاع وزارت وایي، د ملي اردو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۱ عراده موتر یي ویجاړ شوی دی.
همداراز ملي دفاع وزارت وایي، د ملي اردو ځواکونو په توپچي بریدونو کې د کندز ولایت اړوند د ګورتپې سیمه کې ۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.