دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 154425
د بیت المقدس په هکله د امریکا ولسمشر پرېکړه او د طالبانو خبرداری

په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بیت المقدس په هکله د پریکړې په اړه تند غبرګون وښود.

ولسمشر ټرمپ تیره ورځ وویل چې اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه رسماً مني او د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه وکړه چې د یاد هېواد سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

هغه وویل که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا به د دوو دولتونو د جوړیدو ملاتړ وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي چې یاد ډله د بیت المقدس په هکله د امریکا ولسمشر پرېکړه په کلکو ټکو غندي او خبرداری ورکړ چې دا پریکړه په ټوله نړۍ خصوصا په منځني ختیځ کي د شخړو اور ته لمن وهل دي.

نوموړی په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانو ملتو غږ کوي چې له بیت المقدس څخه خپل حمایت اعلان کړي او د فلسطین د مظلوم ولس د مشروع مبارزي ملا تړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې دا به د سیمې لپاره ‘خطرناکې پایلې ‘ ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxt9qnak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته