دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 155523
ولسمشر د ننني مرګوني برید د څېړلو حکم صادر کړ
خبرپاڼه کاږي چې ترهګر باید پوه شي چې اوس د افغانستان خلک له ژور درک سره د دښمنانو د توطیو په وړاندې په ګډه درېږي او د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره له مخکې څخه ژمن دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د تبیان په فرهنګي مرکز برید غندلی او هغه یې یو د بشریت پر ضد جنایت او یو ستر انساني ناورین بللی دی. په خپرپاڼه کې راغلي دي:«ترهګرو په دغه برید کې زموږ ځینې هېوادوال شهیدان او ټپيان کړل او دا ډله د جوماتونو، سپېڅلو ځایونو، فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره د بشریت ضد جنایتونه او نه بښوونکې کړنې ترسره کوي. چې داسې خوځښتونه، د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو په خلاف حسابېږي.» خبرپاڼه کاږي چې ترهګر باید پوه شي چې اوس د افغانستان خلک له ژور درک سره د دښمنانو د توطیو په وړاندې په ګډه درېږي او د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره له مخکې څخه ژمن دي. د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، ولسمشر اشرف غني، اړوندو مسوولینو ته لارښونه کړې ده ترڅو د نوموړې پېښې د څرنګوالي د څېړنې ترڅنګ، دپېښې ټپيانو او قربانیانو ته رسېدنه وشي. د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دغه پېښه غندلې ده. ښاغلي عبدالله په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي:«دښمنان د داشان بریدونو په ترسره کولو سره د بې اتفاقۍ او د افغانستان د خلکو د ملي یووالي د له‎منځه وړلو په لټه کې دي؛ خو زموږ خلک د دښمن پر توطیې او پلیتې موخې پوهېږي او د هغوی د پلانونو قرباني به نه شي.» په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت پلاوی (یونما) دغه برید په کلکه غندي او وايي چې په دغې پېښه کې څه باندې ۴۰ تنه وژل شوي دي. دغه برید ننن ګهیځ د ۱۰:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوه چې د کابل ښار د پولیسو د شپږمې حوزې په اړوندې سیمې پل سوخته کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان او ځوانان سره راغونډ شوي وو. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ تنه په دغې پېښه کې وژل شوي او کابو ۸۴ تنه نور ټپيان شوي دي. نن ګهیځ د ۱۰:۳۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په لوېدیځ او د شپږمې حوزې په اړوندنې سیمې کې درې پرله‎پسې چاودنې وشې. د طلوع نیوز د خبریال ګلاب الدین غبار په وینا، په لومړي سر کې یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته د دغه مرکز د ګډون کوونکو په منځ کې چاودنه ورکړه او له هغې وروسته د دغه مرکز په کوڅه کې دوه نورې چاودنې چې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله وو وشول. پېښې شاهدان وايي چې دغه د قربانیانو په منځ کې ماشومان او ښځې هم شته. د پېښې شاهدانو همدارنګه زیاتوي چې د دغه برید ډېری قربانیان د استقلال روغتون ته لېږدول شوي دي. د دغه روغتون چارواکي د پنځو تنو روغتیايي حالت ښه نه بولي. داعش ډلې د دغه برید پړه منلې ده.
https://avapress.com/vdcgxn9qwak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته