دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 145128
په جوزجان کی 20 تنه داعش وسله وال وژل سوی دی
د جوزجان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې دوشنبې داعشیان د درزاب ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو چې د یادې ډلې ۲۰ وسله‎والو وژل کېدو سره نښته پای ته رسېدلې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د جوزجان امنیه قومندان، رحمت‎الله ترکمنستاني نن(چهارشنبې د غبرګولي۳۱مه) وایي چې داعش جنګیالیو د دوشنبې پر ورځ(غبرګولي۲۸مه) پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او د تیرې شپې تر ناوخته پورې دا نښتې روانې وې.
د نوموړي په وینا، په دې نښتو کې ۲۰ داعش جنګیالي وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
د جوزجان امنیه قومندان همداراز د شپږو امنیتي ځواکونو وژل کېدل او د درېیو نورو ټپي کیدل هم تائیدوي.
نوموړی وایي چې، کمانډو ځواکونو او پاڅون کوونکو هم درزآب ولسوالۍ په شمال کې د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول.
https://avapress.com/vdcgxn9q7ak9tq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته