دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 139837
د هرات ولایتي شورا ريیس کامران علیزايي پر دوه نیم کاله بند محکوم شو
له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې د هرات ولایتي شورا ريیس کامران علیزايي په غیابي غونډه کې پر دوه نیم کاله بند محکوم کړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د هرات ولایتي شورا ريیس له دندې د ناوړه استفادې او په ګومارنو کې د بیځایه لاسوهنو له کبله کابل ته راوستل شوی دی.
موظف څارنوال غلام فاروق علیم پرې له دندې د ناوړه ګټې پورته کولو او سرزورۍ تورونه پورې کړل؛ خو علیزی په غونډه کې نه و او مدافع وکیل یې وویل، چې د الوتکې د پرواز د ځنډیدو له کبله نوموړی په غونډه کې حاضر نه شو.
څارنوالۍ هغه ویدیو هم رسنیو ته وښوده، چې علیزايي له شل وسلوالو کسانو سره یو ځای د هرات څارنوالۍ ته ننوتۍ؛ خو د علیزايي مدافع وکیلان بیا وايي، چې په ویدیو کې د هرات څارنوالۍ نه، بلکې د څارنوالۍ د موټرو تم معلومیږي.
د مدافع وکیل تاج محمد جمیل زاده په وینا؛ دا هم لکه نورې قضیې یو تور دی؛ هیڅ راز دلیل او اسناد نشته.
نوموړی وایي، د ده د سپکولو لپاره دا یوه دسیسه ده.
له دې مخکې د هرات ولایتي شورا رییس کامران علیزايي په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړی و: که قانون اجازه راکوي او که نه، زه د هغه له حقه دفاع کوم.
له جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې رییس شیراغا منیب علیزايي ته د هغه په غیابت کې دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند ورکړ.
کامران علیزايي له دې مخکې د هرات ولایت څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی و؛ خو هغه نه یوازې دا، چې د پوښتونو لپاره حاضر نه شو، بلکې له زوره یې کار واخیست، چې اوس یې دوسیه کابل ته رالیږدول شوې ده.
https://avapress.com/vdcgwy9quak9w74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته