دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۲
د مطلب کود : 149737
مقدساتو ته د خارجیانو سپکاوۍ په وړاندی د علماوو چوپتیا

اسلام پوری سپکی تبلیغاتی پاڼو خپرول د خارجی ځواکونو له لوری، د نمایندګانو مجلس خشم راپورته کړی دی.

امریکایی ځواکونه څو ورځی مخکی خارجی ځواکونه په پروان ولایت بګرام ولسوالی کی ځینی تبلیغاتی پاڼۍ د هوا څخه غورځولی دی چی په هغه کی تصویر سته او په تصویر کی یو شیر د یو سپین سپۍ پسی دی چی پرهغه باندی کلمه طیبه لیدل کیږی.

مولوی تره خیل؛ د نمایندګانو مجلس غړۍ د مجلس د دوشنی ورځی په ناسته کی وویل چی امریکایان په دی کارسره اسلام دین ته سپکاوۍ کړی دی.

هغه وویل: ډیر لوی غلطی مو کړی دی او خپل دنیا او آخرت مو خراب کړی دی او هغه داوو چی موږ د افغانستان خلګو وژنی پیمان د امریکایانو سره امضا کړی دی.

عبدالستار خواصی هم وویل چی امریکایان په قصدی توګه دا کار ترسره کړی دی ترڅو د افغانستان خلګو دینی احساسات وآزمویی.

ښاغلی خواصی وویل: د امریکا امنیتی پیمان تر بحث لاندی ونیول سی او باید ملغا سی.

الله ګل مجاهد هم د علماوو شورا چوپتیا په وړاندی په نیوکو سره ددی شورا علما درباری ملاګانی وبلل او وویل: د علماوو سراسری شورا ددی لپاره چی د دولت معاش خوره دی چوپیتا غوره کړی دی.

که څه هم ناتو وروسته هڅه وکړه چی دا کار غیری عمدی وښیی او تکرار نه کیدو باندی یی ټینګار وکړی؛ خو پوهان وایی چی ددی کار دومره تکرار سره دا به د ذهن څخه ډیره لیری خبره وی چی دا اقدام غیری غمدی وی.

د صاحب نظرانو په نظر، دا تبلیغاتی پاڼی، د یو لوی خبری شکاره کوونکی دی چی د خارجی ځواکونو اصلی استراتژی ته په افغانستان کی د تروریزم سره جنګ لپاره شکل ورکوی.

هغوی تروریستان افراطی او بیناد ګرا مسلمانان بولی چی د خارجیانو سره د باورونو د توپیر لپاره د هغوی سره جهاد باندی مصروفه دی.

دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر بالخصوص خپل انتخاباتی کمپاین په وخت کی ددی راز څخه پرده پورته کړه او ډیر ځلی د اسلامی تروریزم د خطر څخه خبری وکړی چی د آمریکا راتلونکی او امنیت ګواښوی.

له دی لید څخه، هغوی اسلام او ټول اړوند مقدس نمادونه د تروریزم سره یوشان بولی او هغه مبارزی مستوجب بولی.

له دی لید څخه حق د مجلس نمایندګانو سره دی چی ددی کار په وړاندی غبرګون ښودلی دی.

خو په دی منځ کی د دینی علماوو معنی داره چوپتیا بالخصوص علماوو شورا چی د افغانستان په ټولنه کی د دین اصلی مرجع بلل کیږی، بل موضوع دی چی د مسلمینو ټولو چارو باندی د خارجیانو هر اړخیزه سلطی شکاره کوونکی دی.

آیا حق د الله ګل مجاهد سره دی چی وایی د علماوو شورا غړۍ درباری ملاګانی دی او د خارجیانو په وړاندی هر وخت چی یی په ګټه وی چوپتیا غوره کوی او که نه وی غبرګون شکاره کوی؟

ددی پوښتنی ځواب ورکول شاید سخت وی؛ ځکه چی دولت باید د افغانستان خلګو مذهبی مقدساتو او دینی ارزښتونو ساتونکی او خلګو نماینده وی، نه په افغانستان کی د خارجی ځواکونو اهدافو او ګټو تامینوونکی.

دا چی د دولت او خلګو ترمنځ دوه برخی توب ریشی د کوم ځای څخه سرچینه اخلی، یو هراړخیزی څیړنی ته اړتیا لری؛ خو په داسی پیښو کی، ددی انتظار نه کیږی چی د دولت اصلی بدنه بالخصوص د کلتوری، حچ و اوقاف او هم علماوو شورا چی دولت پوری تړلی دی، چوپتیا غوره کړی چی په سادګۍ سره ددی موضوع څخه تیر سی.

د مجلس دندی په اړه هم باید وویل سی چی د هغوی کار یواځی احساساتی کیدل او غبرګون ښودل نه دی او هغوی په پټو سترګو د امریکا سره امنیتی پیمان تړلی دی او تصویب کړی دی، او نن باید ددی پیمان په ردولو سره امریکایی ځواکونو حرمت ماتونی ته سخت او خوله ماتوونکی ځواب ورکړی او په دی ترتیب، د افغانستان خلګو دینی او ایمانی ارزښتونو ساتنی څخه خپل مسئولانه صیانت شکاره کړی.

https://avapress.com/vdcgwy9quak9tu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته