په سویل هلمند ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي لسګونه کسان د یو شمېر ماشومانو په ګډون د طالبانو له زندان څخه خوشې شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو د ویاند مستیال عبدالقادر بهادرزي وایي دغه کسان د افغان ځانګړي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې د د نوزاد ولسوالی له اړوند سیمې څخه خوشې شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ازاد شویو کسانو په منځ کې څلور ماشومان چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو کم دی هم شامل دي.
د ښاغلي بهادرزي په وینا، په دغه عملیات کې تر ۳۰ زیات کسان د طلبانو له قید څخه خوشې شوي دي.
ځایي حکومتي چارواکي وایي، دغه کسان احتمالاً له دولت سره د همکاري په تور نیول شوي او یا هم د امنیتي ځواکونو او منسوبینو د کورنیو غړیو څخه دي.
په همدې حال کې د طالبانو وسله والې ډلې ادعا کوې چې خوشې شوي کسان ټول هغه مجرمان دي چې د طالب وسله والو له خوا د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي وه.
هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.