د ننګرهار سیمه ایز چارواکی وایی چی ددی ولایت د شیوه ولسوالی پخوانی ولسوالی او د پولیسو قومانده د ۱۵ تنو سره د یو څخه تر څلور کالو پوری په حبس محکوم سو.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا دوه سیمه ایز چارواکی او ۱۵ تنه نظامی او غیری نظامی کسان د یو څخه تر څلورو کلونو پوری په حبس محکوم سو.
نجیب فروتن، د ننګرهار قضایی محکمی مشر وایی دوه سیمه ایز چارواکی د شیوه ولسوالی پولیس قومانده او مخکنی ولسوالی په شتون دی.
د هغه په وینا دوه تنه په دی تورن دی چی د خپل کاری صلاحیتونو څخه سوء استفاده کړی دی.
همدارنګه دا مسئول چارواکی ویلی دی چی ۱۵ تنه نور نظامی او غیری نظامی کسان د بیلابیلو جرایمو له امله د حبس سربیره په نقدی جریمو باندی هم محکوم سوی دی.
دا په داسی حال کی دی چی فرهاد نیایش د هرات پخوانۍ ښاروال د اداری فساد په تور په چهارشنبه کی په کابل کی ونیول سو.