دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 123870
ولسی جرګه افغان امنیتی او دفاعی مسئولان وربولی
د افغانستان امنیتی او دفاعی مسئولان په نزدې راتلونکی کښې ولسی جرګې ته ورغوښتل کیږی.

د قندهار او هلمند په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د ناامنیو د رامینځته کیدو په وجه د افغانستان ولسی جرګې پریکړه کړې چې په راتلونکې اونۍ کښې د هیواد دفاعی او امنیتی مسئولان دغې جرګې ته وروبولی.

افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس لیکلی چې سناټور محمد هاشم الکوزی دهلمند له جنګونو او په دغه ولایت کښې د ناامنیو له دوامه د اندیښنې په ښودلو سره وویل: د امنیت د تامینولو لپاره د پولیسو له هلوځلو سره سره، پوځ همکاری او ملګرتیا نه کوی.

هغه زیاته کړه: خلک تل د سولې د خبرواترو قربانی شوی دی.
د افغانستان د ولسی جرګې یوشمیر نورو استازو هم په هیواد کښې د ناامینو په دوام، د غزنی ولایت له تشکیلاتو د پولیسو او امنیتی ځواکونو په کمیدو او د خپل هیواد په ختیځو سرحدونو د پاکستان د توغندوی بریدونو په دوام نیوکه کړې او ورڅخه اندیښنه څرګندوی.

 

https://avapress.com/vdcguw9qzak9x74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته