دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۰۲
د مطلب کود : 154876
د افغانستان برښنا شرکت د ۳۵۷ ملیونه افغانیو په ارزښت پینځه تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د درې شرکتونو له مشرانو سره د ۳۵۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د کندهار ولایت د جنراتوورونو د پُرزو، د خاک جبار ولوسوالۍ د برښنایي تجهیزاتو او د افغانستان د حرارتي دستګاوو لپاره د دیزل تیلو د چمتو کیدو پینځه تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان برښنا شرکت د کندهار ولایت د CAT او MTU جنراتورونو د ۶۸ قلمه پُرزو او د کابل خاک جبار ولسوالۍ د۸۶ قلمه برښنایي تجهیزات د پروژو د چمتو کیدو تړونونه د
(Shenzhen shanghai Electric Power Construction) چینایي کمپنۍ سره لاسلیک کړل.
د یادو تړونونو لومړی پروژه یو سلو شپاړس ملیونه او اته سوه څلور دیرش زره او پنځه سوه څوارلس (۵۱۴ ,۸۳۴ ,۱۱۶) افغانۍ ارزښت لري، پیسې یې د افغانستان برښنا شرکت له عادي بودجې څخه ورکول کیږي، چې چارې به یې په راتلونکو څلورمیاشتو کې بشپړې شي.
همدارنګه دوهمه پروژه څلویښت ملیونه او درې سوه پنځوس زره او څلور سوه دوه ویشت (۴۲۲،۳۵۰،۴۰) افغاني ارزښت لري، چې پیسې یې د مالیي وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کیږي او چارې به یې د شپږو میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
دغه راز د خوست، غزني، پکتیا، لوګر، فراه، زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو د حرارتي دستګاوو لپاره د ډیزل تیلو د چمتو کیدو د دوو پروژو تړون، د براق انټرنیشنل خدماتي او لوژیستیکي شرکت سره لاسلیک شو، چې لومړۍ یې دو اتیا ملیونه او درې سوه شپږ پنځوس زره او اووه سوه اووه پنځوس (۷۵۷,۳۵۶,۸۲) افغانۍ او دوهم یې درې نوي ملیونه او نهه ویشت زره او نهه سوه دو اتیا (۹۸۲,۰۲۹,۹۳) افغانۍ ارزښت لري، پیسې یې د افغانستان برښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کیږي او چارې به یې د ۱۲ میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
دغه راز د بامیان، دایکندی او بدخشان ولایتونو د جنراتورونو او حرارتي دستګاوو لپاره د ډیزل تیلو د چمتو کیدو تړون د تارج د خدماتي او لوژستیکي شرکت سره لاسلیک شو، چې څلیرویشت ملیونه او یو څلویښت زره او اووه سوه څلویښت (۷۴۰,۰۴۱,۲۴) افغانۍ ارزښت لري، پیسې یې د افغانستان برښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کیږي چې چارې به یې د ۱۲ میاشتو په لړ کې بشپړې شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgut9q3ak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته