دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 39557
د مخابراتو وزارت هڅه کوي یوه سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پرځای کړي
حاضردمه په افغانستان کې ۷۵ تلويزيوني چاينلونه او ۱۶۰ راډيوګانې فعاليت کوي. د چارواکو په وينا د موبايل ټېلفون د ګډونوالو شمېرپنځلس مليونو ته رسېدلي دي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په پام کې لري، چې د مخابراتي اړيکو، انټرنټي خدماتو او تلويزيوني خپرونو لپاره د لومړي ځل لپاره د مځکې په مدار کې سپوږمکۍ ځای پرځای کړي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ وزير اميرزي سنګين ازادۍ راډيو ته وويل، له دې سپوږمکۍ څخه به، چې اټکل کېږي شاوخوا دوه نيم سوه مليون ډالره پرې ولګېږي، افغانستان اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.

افغانستان په وروستيو لسو کلونو کې د مخابراتو او رسنيو په برخو کې ډېر پرمختګ کړي. حاضردمه په افغانستان کې ۷۵ تلويزيوني چاينلونه او ۱۶۰ راډيوګانې فعاليت کوي. د چارواکو په وينا د موبايل ټېلفون د ګډونوالو شمېرپنځلس مليونو ته رسېدلي دي.

د افغانستان د لومړنۍ توغول کېدونکې سپوږمکۍ په اړه په روانه خپرونه کې د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ له وزير اميرزي سنګين سره مرکه لرو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgun9w.ak9yn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته