د نړیوال بانک او د افغانستان د اقتصاد وزارت له تازه راپور سره سم، په سلو کې ۳۹ افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دي.
نړیوال بانک او د افغانستان د اقتصاد وزارت دوه عامله د افغانانو د بېروزګارۍ او د بېوزلۍ تر کرښې د ټیټ ژوند سبب بولي، یو له افغانستانه د څه باندې یو لک پوځیانو وتل او بل د مرستو کمېدل او د اکثرو پروژو درېدل.
د نړیوال بانک په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، لیدل کېږي چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو تر منځ په سلو کې ۳۶ افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې وو، خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو کې دا فیصدي ۳۹ ته ورسېده.
په افغانستان کې د بېروزګارۍ اندازه هم په سلو کې ۲۶ ښودل شوې او ویل شوي چې بېکارۍ کلیوال زیات زیانمن کړي دي.
د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو تر منځ د افغانستان اقتصادي وده تر یو نیم فیصد پورې وه.
د نړیوال بانک اټکلونه ښيي چې د افغانستان اقتصادي وده به تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په تدریجي ډول په سلو کې ۵ ته ورسېږي.