دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 143742
د کندوز په ګورتیپه ولسوالۍ کې درې طالب قومندانان وژل شوي
چارواکو په ډاګه کړې، چې د کندوز ولایت په ګورتیپه ولسوالۍ کې؛ تخار ولایت ته د طالبانو نومول شوی مرستیال والي ملا رحمت الله له دوه طالب قومندانانو ملا نسیم او ملا نجیب الله سره وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ملي اردو د لومړۍ لوا ویاند احمد جاوید سلیم وایي، چې د هېواد امنیتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې یرغلیز بریدونه پیل کړي، چې پر دغو درې طالب قومندانانو سربېره ۶۱ وسلوال طالبان هم وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ اویا سلنه کلي له وسلوالو طالبانو پاک شوي دي.
دغه راز د ملي اردو د خبرپاڼې له مخې د دې ولایت په چهار دره ولسوالۍ کې د بې پیلوته الوتکې پر برید ۱۶ طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcgtw9qxak9tu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته