د برتانیې د مانچسټر په ښار کې د موسیقۍ په یو کنسرټ کې په چاودنه کې نولس تنه وژل شوي او د پنځوسو تنو نه زیات زخمیان دي.
د مانچسټر پولیس وایي چې هغوي د دغې چاودنې د ترهگرۍ د پېښې په توگه تحقیقات کوي.
یوې عیني شاهدې رویټرز ته وویل چې "مونږ هغه وخت د کنسرټ نه د باندې وتلو چې یوه سخته چاودنه وشوه او خلک وارخطا او په چغو یې شروع وکړه."
دغه کنسرټ د مانچسټر ایرینا په تالار کې جوړ شوې و. د مانچسټر ایرینا تالار د اروپا تر د ټولو ستر ځاې دی او شاوخوا ٢١٠٠٠ خلک پکې ځاییږي.
پرون د دوشنبې په ورځ په دغه هال کې د امریکایي هنرمندې اریانه گرانډ کنسرټ وو. عیني شاهدانو ویلي دي چې اریانه گرانډ په دغه چاودنه کې روغه رمټه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)