دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 99164
۵۱ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  کندهار ، زابل ،لوګر ، غزنی  او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵۱ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول   ، ۳۲ تنه ټپیان او۵ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtq9y.ak9y34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته