دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 141942
شمال د ترور په وړاندی د ترور ځالګۍ
د جوزجان والی ویاند د افغانستان په شمال کی اخیر اعلان کړ چی د طالبانو او داعش په منځ کی د سختو نشتو له امله، د دواړو لورو څخه د ۹۱ تنو په شاوخوا وژل سوی دی.
رضا غفوری، د چهارشنبه په ورځ(۶ ثور) وویل چی دا نښته د درزاب، قوش تپه، آقسای او شهیدانو خاوره کی منځته راغلی دی.
ښاغلی غفوری وویل چی په دی جنګ کی ۷۶ تنه د طالبانو څخه د دوو کلیدی قوماندانانو په شتون وژل سوی دی چی یو د هغو څخه د درزاب ځان ویلی ولسوال وو. هغه د طالبانو د ټپیانو شمیر ۵۶ تنه اعلان کړی دی.
د هغه په وینا، د داعش ډلی ۱۵ کسه هم پکی وژل سوی او ۱۲ نور کسان یی هم ټپیان سوی دی.
هغه زیاته کړه چی ددی دوو ډلو ترمنځ د نښتی لامل ددی سیمی څخه د شرعی وجوه راټولو باندی اختلاف وو.
ویل سوی دی چی ددی نه مخکی، د طالبانو ډله وجوه راټولوله او په دی ورځو کی داعش ډله د راټولولو قصد درلود چی د طالبانو د غبرګون سره مخ سو.
ناظران وایی چی دا لومړۍ ځل نه دی چی په افغانستان کی طالبانو او داعش په منځ کی نښته رامنځته کیږی او بیله شکه، آخری ځل به هم نه وی؛ خو د هغوی په باور د تلفاتو آمار او جنګ ځنډیدو څخه دا جنګ د افغانستان په شمال کی بی سارۍ وو او په همدی دلیل، له دی لید څخه د طالبانو او داعش ترمنځ جنګ د افغانستان په شمال کی د ترور مرګباره مخامخ کیدنه د ترور په وړاندی حساب سی.
بل مهم نکته داده چی که څه هم ویل کیږی چی دا نښته د عشر د راټولو پر سر سوی دی؛ خو حقیقت دادی چی ددی دوو ډلو ترمنځ اختلاف تر دی هم جدی تره او اساسی تره دی.
کارپوهان ددی نښتو څخه د ترور جنګ د ترور په وړاندی یادوی او په دی باور دی چی دا مخامخ کیدنه په نهایت کی ددواړو ډلو د کمزوری سبب په افغانستان کی سی.
هغه څه چی په سوریه کی هم په مشابه ډول سره رامنځته سوی وو او دهغه په اساس، تر اوسه هم دهغه هیواد جنګ ډیر سلنه د تروریستی ډلو ترمنځ جنګ تشکیلوی.
د څیړونکو په نظر، ددی اختلافاتو اصلی عامل، د هغه منافعو او سرچینو تضاد دی چی تروریستی ډلی په هغه پوری تړلی دی او دهغه څخه تغذیه کوی. دا سرچینی غالبآ مالی او تسلیحاتی دی او د هغه قدرتونو له لوری تامینیږی چی هر یو ځل خاص ګټی په جنګ کی تعقبوی او د همدی مقصدونو او تګلارو په اساس، د تروریستانو ډلی خدمت باندی دروی.
په دی حال کی، مختلف ایدئولوژیک تضادونه او نظریات هم په دی جنګونو کی بی تاثیره نه دی.
په سوریه کی، د نصرت جبهی چی القاعدی پوری تړلی دی د داعش سره، عمدتآ بین العربی اختلافاتو کی ریشه لری چی د قطر او ترکیی په منځ کی له یو اړخه د عربستان سعودی، امارات، مصر د نظامیانو په مشری او څونور کوچنۍ عربی هیوادونو  د سعودی سیاستونو لاندی له بل لوری ادامه لری.
د افغانستان او پاکستان او کویته شورا مرزی سیمو کی هم د پاکستانی تروریستانو او افغانستانی طالبانو ترمنځ تضادونه او بیلابیل سلایق ددی لامل سوی دی چی اختلافاتو لمن پراخه سی او مستقیم پیامدونه حتی د افغانستان شمالی ولایتونو ته هم پراخ سی.
په تیرو وختو کی، ددی اختلافاتو اصلی محور، د افغانستان دولت سولی برنامی تعامل څرنګوالی وو. پاکستان ددی روند سره سخت مخالف وو او تر هغه ځایه چی توان درلود ورسره مقابله کړی چی په دی منځ کی، د سولی سره هملاری طالب مشرانو فزیکی پاکونه او یا د صحنی څخه ایستنه د پاکستان د پروژو څخه وو او د پنجابی جنګیدونکو استول و افغانستان ته نه یواځی د افغانستان مقامات او امنیتی ځواکونو د وژلو په مقصد بلکه د افغانستان د طالبانو ارشدو مهرو تر هدف لاندی نیول هم د همدی پروژو څخه حسابیدله.
اضافه پردی، د طالبانو او داعش ترمنځ جنګ په دی برخو کی، هغه هم  دافغانستان په شمالی ولایتونو کی، نور انګیزی او عوامل هم لری. یو ددی انګیزو څخه په قوی احتمال سره، د روسیی ملاتړ د طالبانو څخه د داعش په وړاندی دی.
روسیه ډیر ځلی خپل اندیښنه د داعش د نفوذ څخه په افغانستان کی شکاره کړی دی او ددی ډلی ناامنیو پراختیا د افغانستان شمالی صفحاتو په وړاندی سخت غبرګون ښودلی دی.
مسکو هم په شکاره ډول سره خپل اړیکه د طالبانو سره د داعش په وړاندی ساتلی دی؛ بنا پردی، دا تحلیل به د حقیقته لیری نه وی چی روسیه د طالبانو څخه د داعش د نفوذ په وړاندی په شمال کی، ګټه اخلی او هغه طالبان چی په شمال کی د داعش په وړاندی جنګیږی، د روسی سرچینو څخه تامین او تجهیزیږی.
که دا اخذ، صحیح وی، د ترورپه وړاندی د ترور جنګ بالخصوص د هیواد په شمال کی، تازه فصل کی داخل سوی دی او وړاندوینه کیږی چی دا کار، ددی وروسته، د افغانستان د جنګ په حوزه کی نوی فصل به رامنځته کړی.
https://avapress.com/vdcgtq9qxak9ty4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته