دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 141843
د پاکستان پارلمانی ۱۵ کسیزه هیات نن کابل ته واردیږی
د پاکستان د پارلمان غړو څخه تشکیل سوی ۱۵ کسیزه هیات او ددی هیواد وزیران، نن د لس ورځو سفر لپاره کابل ته راځی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، ایاز صادق؛ د پاکستان د نمایندګانو مجلس مشر ددی هیات ریاست په غاړه لری او قرار دی د محمد اشرف غنی؛ رئیس جمهور؛ عبدالله عبدالله؛ اجرائیه رئیس، او زموږ هیواد پارلمان رئیس سره ملاقات وکړی.
د پاکستان نمایندګانو مجلس په اعلامیه کی راغلی دی چی دا ملاقات برسیره پر دی چی د هیوادونو مشترک مسایلو ته درسیدګی په اړه کیږی، د افغانستان او پاکستان پارلمان ترمنځ د اړیکو ښه والی دی.
د پاکستان مقامات وایی چی ددی سفر مقصد ددوو هیوادونو اړیکو ډیر والی په سیاسی او نظامی برخو کی دی تر څو ددواړو ګاونډیانو د اړیکو د ښه والی لپاره د حل لاری پیدا سی.
په دی سفر کی عبدالقطر بلوچ او میر حاصل بزنجو د فدرال وزیران هم ددی هیات سره کابل ته راځی چی د ټولو پارلمانی احزابو او پیپلزپارتی او ام کیو ام په شمول هم دی.
آفتاب خان شیرپاو، د پاکستان پیپلز پارتی برجسته غړی چی په دی سفر کی ۱۵ کسیزه هیات هملاریتوب کوی د امریکا غږ ته وویل چی په دی سفر کی چی د افغانستان ولسمشر په غوښتنه صورت نیسی، هڅه کوی چی د افغانستان نمیاندګانو خبری واوری او هغه د پاکستان مقاماتو او خلګو نمایندګانو ته ولیږدوی.
ښاغلی شیرپاو وویل: یواځی په یو سفر مسایل نه حلیږی او قرار دی یو افغان عالی رتبه هیات د هغه هیواد پارلمان غړو سره د پاکستان پارلمان په غوښتنه اسلام آباد ته ولاړ سی.
د افغانستان حکومت هر وخت د پاکستان نظامی استخبارات د دهشت افګن ډلو په ملاتړ تورن کړی دی او وایی چی د پاکستان خارجی پالیسی ډیر د هغه هیواد نظامیانو په مرسته رقم خوری.
ښاعلی شیرپاو وایی چی ددواړو هیوادونو نمایندګانو او وزیرانو اړیکو ښه والی لپاره کافی نه دی بلکه نظامی او امنیتی نهادونه هم سهم لری.
ښاغلی شیرپاو زیاته کړه: باید ددواړو هیوادونو امنیتی او نظامی نهادونو باید داسی یو احساس رامنځته سی چی ددواړو هیوادونو ترمنځ خلا ډک کړی او د امن احیا لپاره په مشترک توګه کار وکړی.
خو غفور لیوال د افغانستان قبایلو او سرحداتو وزارت سرپرست وایی چی د افغانستان حکومت منتظر دی چی دا پاکستانی هیات کوم تازه خبری لری او اسلام اباد او پاکستانی نظامی نهادونه د ځان سره راوړی.
ښاغلی لیوال وویل چی د افغانستان حکومت پیغام د هیات په مرسته و پاکستانی مقاماتو ته په کامله توګه واضح دی او هغه دا چی هیڅ ډول د حکومت غیری مستقیم اړیکه د دهشت افګن ډلو سره د تحمل وړ نه دی. باید د ښه او بد دهشت افګن ترمنځ توپیر له منځه ولاړ سی.
پاکستان باید د هغه ډلو سره مقابله چی د افغانستان په وړاندی فعالیت ترسره کوی، د یو اصل په حیث قبول کړی، پاکستان باید نړیوالی ټولنی ته ثابت کړی چی د هغه تروریستانو او دهشت منځته راوړونکو مخه نیسی چی دپاکستان څخه و افغانستان ته د خرابیو لپاره راځی.
دا په داسی حال کی دی چی د پاکستان نظامی هیات د پنجشنبه په ورځ د کابل څخه کتنه وکړه او دوه اړخیزه مسایلو مذاکرات د افغانستان دفاع وزارت سرپرست او نظامی رهبریت سره ترسره کړه.
https://avapress.com/vdcgtq9qwak9t74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته