د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د بدخشان والي فیصل احمد بېکزاد وايي چې په دغې نښته کې امنیتي ځواکونو ښه لاسته راوړنه لرلې ده.هغه زیاته کړه چې د دغې نښتې له پيل تر اوسه ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي بېک زاد زیاته کړه:«درې ورځې وړاندې کابو ۳۰ طالبانو د تګاب په ولسوالۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له یوه کمین سره مخ شول،۸ تنه یې ووژل شول او د تخار د فرخار ولسوالۍ خوا ته یې تېښته وکړه.خو له بدهمرغه درې تنه دولتي ځواکونه برسېرن ټپيان شول.»
په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي شورا له امنیتي ځواکونو څخه په کلکې نیوکې سره وايي چې حکومت د ترهګرو په لهمنځه وړلو کې بې پروايي کوي.
د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال صیاالدین واثیق وویل:«بې پروايي د خپلو امنیتي ځواکونو ده،له شپږو میاشتو راهیسې د عملیاتو له پیل څخه خبرې کوي،خو له دولتي ځواکونو څخه وړاندې طالبانو برید وکړ او دا ډېر خطرناک دی.»
له بلخوا د ملي دفاع وزارت ګواښ کوي چې ترهګر به له بدخشان څخه ډېر ژر له منځه یوسي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال افضل امان څرګنده کړه:«موږ ډېر لوړ توان لرو دمګړۍ زموږ ځواکونه د تګاب په ولسوالۍ کې د هېواد له دښمنانو سره په جګړه بوخت دي او ډېر ژر به لهمنځه یوړل شي.»
خو د بدخشان ولایتي شورا او خلک ګواښ کوي کهچېرې په دغه ولایت کې د ترهګرو د لهمنځه وړلو عملیات پیل نهشي،ترهګر به په ډېریو ولسوالیو کې خپل بریدونه پراخ کړي.