دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 148648
کابل ښار کې پر له پسې چاودنې یو شمېر کسان ټپیان کړل

د پلازمینې کابل په لویدیځ کې تیره شپه ناوخته د درې چاودنې غږونه واوریدل شول.

امنیتي سرچینې وایي، پیښه شاوخواه ۸ بجې په کوټه سنګي سیمه کې رامنځته شوي او په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو شمېر ناڅرګندو کسانو پر یوه امنیتي پوسته لاسې بمومنه غورځول.

په همدې حال کې ځینې راپورونه ښیي چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پیښې مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی او امنیتي چاواکو هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د دولت ضد وسله والې ډلې د هېواد په یو شمېر مهم ښارونو کې خپل ترهګریز فعالیتونو ته زور ورکړي.

د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې تیره اونی د مقناطیسي ماین د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شول.

له دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د مقناطیسي ماین د چاودنې په ترڅ کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgt79q7ak9t34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته