دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 106149
جمهور رئيس غني د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په یوه ترافيکي پېښه کې پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت د مرکز کلات ښار د کاکړانو چينې په سیمه کې په یوه ترافيکي پېښه کې پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه.

د زابل ولایت د مقام دفتر د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې یو بس موټر له باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې د ۵ مېرمنو او ۴ ماشومانو په ګډون يې ۲۳ تنه شهیدان کړي او ۳۳ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

جمهور رئيس غني په دغه ترافيکي پېښه کې پر اوښتې مرګ ژوبلې په ژوره توګه خواشيني څرګنده کړه او د عامې روغتیا چارواکو او د زابل والي او نورو اړوندو چارواکو ته يې لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د هېواد جمهور رئيس د دغې پېښې د شهيدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته د لوی خدا له دربار څخه د سملاسي روغتیا هيله کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس( اوا)
https://avapress.com/vdcgt39qyak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته