دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 140510
پوتین: سوریه باندی د امریکا برید، د بین المللی قوانینو نقضول
کرملین اعلان کړ ولادیمیر پوتین، د روسیی ولسمشر، باور لری، د امریکا هوایی برید د سوریی حمص ولایت پر یو هوایی پوستی باندی، د بین المللی قوانینو نقضول دی او په سخت ډول سره د واشنګتن او مسکو اړیکو ته زیان رسوی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، دیمیتری پسکوف، د کرملین ویاند، د جمعی په ورځ وویل پوتین د امریکا برید اقدام د یو حاکمیت لرونکی هیواد په وړاندی شکاره تیری او د بی ځایی بهانی پر بنا بولی.
هغه زیاته کړه چی دا برید په عراق کی د غیری نظامیانو د وژنو څخه د عمومی افکارو د انحراف لپاره ترسره سوی دی.
پسکوف وویل چی رورسیه باور لری چی سوریه شیمیایی تسلیحات نه لری او د امریکا برید په ناچاری سره د تروریسم په وړاندی د بین المللی ائتلاف د رامنځته کولو پرلاره باندی سخت خنډ رامنځته کړی.
سرګئی لاوروف، د روسیی خارجی وزیر، د جمعی په ورځ وویل ددی هیواد هیڅ ځواک د امریکا په موشکی برید کی چی د حمص پر ولایت باندی ترسره سوی وو، نه دی وژل سوی.
همدارنګه ماریا زاخارووا، د روسیی خارجه چارو وزارت ویانده، وویل پر سوریی باندی د امریکا برید، بین المللی امنیت ګواښوی.
د روسیی اعلا امنیتی او دفاعی اعلا مجلس کمیتی رئیس مخکی هم ویلی وو چی روسیه د سازمان ملل شورا فوری ناستی غوښتونکی دی چی دا برید وڅیړی.
ویکتور اوزروف د امریکا د هوایی بریدونو پراختیا څخه هشدار ورکړ او وویل چی دا بریدونه د امریکا شکاره تیری د سازمان ملل غړي هیواد په وړاندی دی.
کنستانتین کوساچف، دروسیی بین المللی چارو کمیتی اعلا مجلس رئیس، هم وویل دا برید د روسیی او امریکا همکاری د سوریی د بحران د حل او فصل لپاره ابهام ته کشوی.
روسیه د پنج شنبی په ورځ هشدار ورکړ چی که امریکا د سوریی په وړاندی نظامی اقدام ترسره کړی، دا موضوع کولای سی منفی نتیجی ولری.
ولادیمیر سافرانوف، په سازمان ملل کی د روسیی دائم نمایندی معاون، وویل: په هغه صورت کی چی نظامی اقدام ترسره سی. ټوله مسئولیت به د هغه کسانو په غاړه وی چی داسی تراژیکی غلط اقدام شروع کړی دی.
ولادیمیر سافرانوف هغه هیوادونو ته په اشاری سره چی د تاوتریخوالی، تروریسم او هرج او مرج په بهانی سره د غرب نظامی مداخلاتو سره مخامخ سوی دی، وویل: عراق ته مه ګوری، لیبی ته وګوری.
د امریکا ځواک د جمعی په ورځ ۵۹ کروز توماهوک موشکونه، د حمص په استانه کی د الشعیرات پر پوستو باندی چی د سوریی په لویدیځ کی دی وتوغولی.
دا برید هغه وخت ترسره سو چی امریکا او غربی ملاتړ کوونکی یی د بشاراسد دولت، سوریی ولسمشر، د ادلب استان باندی شیمیایی برید مسئول وبلل. د سوریی دولت په جدی توګه دا اقدام رد کړله.
https://avapress.com/vdcgqz9qzak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته