دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۰
د مطلب کود : 143210
د افغانستان امنیت په وړاندی د ناتو دوه ګونۍ موضع
د ناتو مشر وایی چی دا سازمان په نظر کی لری چی په افغانستان کی د خپلو ځواکونو د ډیریدو پرځای، د افغانستان امنیتی ځواکونه پیاوړۍ کړی.
ینس استولتنبرګ وویل چی د ناتو سیاست دا بدلون په افغانستان کولای سی ددی هیواد امنیت ښه والی باندی مستقیمه اغیزه وکړی.
استولتنبرګ ټینګار وکړ چی په افغانستان کی د امنیت او ثبات تامینول د افغان ځواکونو دنده ده او ناتو به د همکار نقش ورسره ولوبوی.
هغه تصریح کړ: زه باور لرم چی هغه ښه کار چی په اوږد مدت کی یی ترسره کولای سو دادی چی د ناتو ډیر سرتیری د لویو جنګی عملیاتونو ته وانه ستوو؛ بلکه هغوی(افغان امنیتی ځواکونه) پیاوړۍ کړو ترڅو دوی خپله وجنګیږی، خپله ثبات تامین کړی او په یواځیتوب سره وجنګیږی. دا هغه څه دی چی موږ همدا اوس په افغانستان کی ترسره کوو.
دا په داسی حال کی دی چی قرار دی په راتلونکی ورځو کی، په بروکسل کی د ناتو غړو هیوادونو سرانو ناسته جوړ سی او دا هیله کیږی چی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو او ناتو ځواکونو شمیر ډیریدو موضوع هم په دی ناسته کی مطرح سی.
امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی د ناتو مشر تازه اظهارات ددی سازمان موضع په اړه د افغانستان امنیت په وړاندی، تر ډیره حده د افغانستان امنیت او ملی حاکمیت او ګټو ته نږدی دی او که صادقانه عملی سی، بیله شکه په دی برخه کی د افغانستان خلګو مقصدونو سره مرسته وکړی.
پوهان وایی چی دا هغه غوښتنه وو چی د افغانستان نظامی او امنیتی مسایلو کارپوهان او خلګ د کلونو څخه مطرح کول؛ ځکه چی د هغوی په باور په افغانستان کی اوسنۍ جاری وضعیت، خارجی حل لاره نه لری او غربی هیوادونه د ناتو او امریکا په مشری هرڅومره چی امکانات او سرتیری او درانده تجیزات په افغانستان کی مستقر هم کړی، نه سی کولای په افغانستان کی ایمی سولی او ثبات رامنځته کړی.
دا ټوله په داسی حال کی دی چی د ډیرو څیړونکو په نظر، اصولآ داسی صادقانه نیت او انګیزه په دی اړه په افغانستان کی نظامی لرونکو ځواکونو هیوادونو له لوری هم د همغه سر څخه تراوسه پوری شتون نه درلود.
د منتقدانو په باور، د خارجی ځواکونو حضور، د هیواد بحرانی امنیتی وضعیت تر هغه هم پیچلی کړی دی؛ ځکه چی تروریستان په دی بهانی سره خپل حضور په هیواد کی پراخ کړی دی او منفی تبلیغاتو او روانی جنګونو او رسنیزی او ایدئولوژیک جنګونو په لاری اچولو سره هڅه کړی دی چی ددی کار څخه په ګټه اخیستنه، خپل غیری مشروع او بی بنیاده جهاد شرعی توجیه کړي او په ټول نړۍ کی د زرهاوو تروریستانو بالقوه څخه سربازګیری وکړی.
په داسی حال کی چی د افغانستان اوسنۍ او پخوانۍ جنګ، هیڅ وخت د دوو جبهو یعنی ناتو او امریکا په یو لوری او بین المللی تروریستانو په بل لوری سره نه وو؛ دا جنګ په نورو انګیزو سره په جریان کی دی او افغانستان، یواځی د یو پیچلی لوبی قربانی سوی دی.
دی کار ته په کتو سره، د پوهانو په باور، په هر اندازه چی خارجی ځواکونه دناتوپه مشری په افغانستان کی ډیر سی، په همغه اندازه جنګ او ناامنی او تروریستی فعالیتونه هم په هیواد کی پیاوړۍ کیږی او پراختیا پیدا کوی.
بنا پردی، یواځنی لاره د جاری بحرانی وضعیت د منځه وړلو لپاره، د افغانستان داخلی ظرفیتونو پیاوړۍ کول او د امنیتی او دفاعی ځواکونو تجهیز او آماده سازی دی؛ هغه ځواکونه چی په عمل کی هم په یواځیتوب سره د بین المللی تروریزم په وړاندی د ټولو هیوادونو په نیابت سره دریدلی او قربانی کیږی.
تردی ځایه پوری د ناتو مشر تازه موضع، د تحسین او هیله مندی وړ دی؛ خو آیا په عمل کی به هم داسی څه رامنځته سی؟
کارپوهان په دی برخه کی، د شک په نظر ګوری او استدلال کوی چی په همدی ناسته کی چی قرار دی په راتلونکو ورځو کی په بروکسل کی جوړ سی، په افغانستان کی د غرب نظامی ځواکونو ډیریدو په اړه به تصمیم ونیول سی او دا خپله د ناتو مشر د اظهاراتو سره په ټکر کی واقع دی؛ ځکه چی د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو پیاوړۍ کیدو په وړاندی خنډ، د خارجی ځواکونو بی احتیاجه ډیریدل دی.
بنا پردی داسی په نظر رسیږی چی ناتو د افغانستان ماموریت په وړاندی، یو تناقص او دوه ګونی توب سره لاس ګریوان سوی دی او دهمغه مواردو څخه دی چی د افغانستان امنیت معضل نور هم پیچلي کوی.
https://avapress.com/vdcgqw9qzak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته