د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، په ننګرهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو ۲۰ ځانمرګي بریدګر هم وژل شوي.
د سیلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د اچین ولسوالی اړوند په پیښې سیمه کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې د داعشیانو روزنیز مرکز هم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
سیلاب قول اردو تائید کړه، چې په وژل شویو کې د داعشیانو دوه روزنکي هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار امنیه قوماندانی تیره ورځ وویل، چې د اچین ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایی برید په ترڅ کې د ځانمرګو بریدګرو د دوه روزنکو په ګډون ۴۰ داعش وسله وال وژل شوي.
د امنیه قوماندانی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وړمه ورځ ناوخته د اچین ولسوالی پیښې په مربوطاتو کط د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکو د داعش وسله والې ډلې د ځانمرګو بریدګرو په روزنځاي هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې د ځانمرګو د دوه روزنکو قاري قران او قاري فدا په ګډون ۴۰ داعشیان وژل شوي او روزن ځاي یې تخریب او لمنځه وړل شوی.
د امنیه قوماندانی په وینا، په برید کې د هغوی یوشمېر وسلې او مهمات هم تخریب او لمنځه وړل شوي .