تېره ورځ د سرپل د ميرزاولنګ درې لوېديځ ته په يوه غره کې دوه ډله ييز او دوه انفرادي قبرونه وموندل شول
د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په ميرزاولنګ سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د وژل شويو ٣٩ کسانو مړي په دوو ډله ييزو او دوو انفرادي قبرونو کې وموندل شول.
د ميرزاولنګ دره د روانې زمري مياشتې په ديارلسمه شپه د دولت وسله والو مخالفينو ونيوله. چارواکي وايي چې د دغې درې ځينې سيمې وسله والو طالبانو او څو نورې د داعش ډلې کسانو نيولې وې.
دغه دره چې د راپورونو له مخې، وسله والو په کې شاوخوا٥٠ تنه ملکي وګړي وژلي، د زمري په ٢٣مه نېټه بېرته دولتي ځواکونو ونيوله.
تېره ورځ د ميرزاولنګ درې لوېديځ ته په يوه غره کې دوه ډله ييز او دوه انفرادي قبرونه وموندل شول.
امنيتي ځواکونو د سيمې د خلکو په مرسته له دې قبرونو څخه ٣٩ مړي را وايستل.
د وژل شويو کسانو ډېر يې په ګوليو ويشتل شوي او د ځينو سرونه هم پرې شوي دي.
يوه ديني عالم سيد احمد په ياده سيمه کې پژواک ته وويل چې له موندل شويو ډله ييزو قبرونو څخه له يوه نه د سيمې د ٢٦ ملکي وګړو او له بل نه د ١١ ملکي وګړو مړي را ايستل شوي دي.
ده زياته کړه، دوه تنه نور چې هغه هم ملکي وګړي دي، د همدې غره په يوه بله سيمه کې وژل شوي او مړي يې له بېلو، بېلو قبرونو را وايستل شول.
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په يادو ٣٩ وژل شويو ملکي وګړو کې ماشومان هم شامل دي.
طالبانو ويلي چې دوى په ميرزاولنګ کې ملکي وګړي نه دي وژلي.