دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 156216
"انجینر داود د بلخ ولایت ته معرفي کیږي، خو په یوه پوځي قرارګاه کې"

په حکومت کې ځينو معتبرو سرچینو یک تلویزیون ته ویلي چې ټاکل شوې ده د بلخ ولایت لپاره د انجینر داود د معرفي کیدو مراسم په یوه پوځي قرارګاه کې ترسره شي.

دغو چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي چې د ښاغلي داود د معرفي کیدو پریکړه نه بدلیدونکې ده.

ټاکل شوې ده انجینر داود په راتلونکو څو ورځو کې په۲۰۹شاهین قول اردو کې د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شي او هم هلته خپل کار پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پخوانی والي چې لاهم پر خپلې څوکۍ ناست دی، څه موده وړاندې ویلي و چې حکومت د ۲۰۹شاهین قول اردو ته د پوځي چمتووالي امر کړی دی.

شاهین قول اردو د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې مزارشریف ښار ته نږدې موقعیت لري.

بله خوا د ارګ او جمعیت ګوند پنځم پړاو مذاکرات هم تیره ورځ پيل شوې او تمه ده چې په دې اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

که څه هم چې تر اوسه ددغو ناستو پایله نه ده روښانه شوې، خو د جمعیت ځيني غړي یې پایلې ته خوشبینه دي او وایي چې تر اوسه د ښاغلي نور د ګوښه کیدو موضوع نه ده مطرح شوې.

نږدې یوه میاشت وړاندې د عطامحمد نور استعفا د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې منظوره شوه، خو ښاغلي نور دا استعفا نه ده منلې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgq39q3ak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته