دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 110955
قطر وايي، د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې سبا پیلېږي
تاند- د قطر دولتي خبري اژانس نن اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو غړي به له نن څخه د پخلاینې په باب دوه ورځینۍ خبرې پیل کړي.
دا په داسي حال کې ده چې هم د افغانستان د سولې عالي شورا او هم طالبانو د دې غونډې، چې د یوې کاناډامېشتې ټولنې په نوښت جوړېږي، اهمیت او له هغې توقعات لږ ښودلي دي.
د قطر خبري اژانس (QNA) په خپل راپور کې نه دي ویلي چې د دوحې په دې غونډه کې کوم کسان ګډون کوي خو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي یوسف الصدا په قول یې ویلي:«دا به د افغانستان د ټولو خواوو ترمنځ د پخلاینې په باب ازاد بحث وي.»
تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي و چې د طالبانو اته استازي شېرمحمد عباس ستانکزی، مولوي جان محمد حنیفي، مولوي سید رسول حلیم، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبدالسلام حنیفي، محمد سهیل شاهین او حفیظ عزیز الرحمن ګډون کوي.
د دوحې په کنفرانس کې به د حکمتیار له لوري د غیرت بهیر په مشرۍ درې کسیز پلاوی برخه واخلي.
د حزب له لوري قاضي حکیم او قریب الرحمن سعید د کنفرانس دوه نور ګډونوال دي.
د غه راز په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، ډاکتر فاروق عظم او وحید مژده هم د دوحې غونډې ته بلل شوي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا او طالبانو دا خبرې غیر رسمي بللي او ویلي یې دي چې په دې کنفرانس کې به د ګډوانولو څرګندونې د هغوی خپل شخصي نظرونه وي ځکه چې دا یو څېړنیز کنفرانس دی او هر برخوال پکې د بېلابېلو مسلو په اړه خپل نظر څرګندوي.
د افغانستان د ولسمشر ویندوی اجمل عابدي هم رسنیو ته وویل چې د دوحې په کنفرانس کې د سولې د عالي شورا غړي یوازې د ځان په استازیتوب ګډون کوي.
عابدي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«دوی مخامخ خبرې کوي، کوم مهم انکشاف پکې نه کېږي، موږ ورته کومه توقع نه لرو.»
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgnz9qnak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته