دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 139657
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ
محلی سرچینو قبول کړی دی چی د افغانستان نظامی ځواکونه د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ مرکز پرون شپه( چهارشنبه، حمل دوهم) پریښی دی او اوس دا منطقه د طالبانو تر کنترول لاندی دی.
ویل سوی دی چی د نظامیانو بی حده تلفات او همدارنګه پروخت مرسته نه رسیدنه ددی لامل سوی دی چی دافغانستان نظامی ځواکونه د سنګین ولسوالۍ مرکز پریږدی.
د افغانستان ملی دفاع وزارت تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
یو بل امنیتی سرچینه وایی چی ټول نظامی تجهیزات او وسایط د میوند ۲۱۵ قول اردو دوهم لوا ته چی ددی ولسوالی په شکرشیله کی دی، لیږدول سوی دی.
دا سرچینه همدارنګه وویل چی که مرکزی حکومت ونه سی کولای د سنګین ولسوالۍ مرکزی اداره تر کنترول لاندی راولی، امکان لری چی وضعیت د ۲۱۵ قول اردو دوهم لوا په اطرافو کی هم خراب سی.
ذبیح الله مجاهد چی ځان د طالبانو ویاند بولی، خپل تویتر په صفحه کی ویلی دی چی د سنګین ولسوالی مرکز ددی ډلی له لوری نیول سوی دی.
هغه همدارنګه وایی چی افغان نظامیانو قرارګاه او قومندانی په دی ولسوالی کی په کامله توګه د هغوی تر اداری لاندی دی او افغان نظامیان د هوا له لاری ساحه پریښی دی.
https://avapress.com/vdcgny9quak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته